1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په هکله د ورته سیاست درلودونکو هیوادونو غونډه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل به د اروپایې هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د ترکیې په گډون د ۸ اروپایې هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره وویني. دغه مشران به اروپایې هیوادونو ته په ترکیه د موجودو کډوالو پر انتقالولو بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/1HOkj
انځور: Reuters/H. Hanschke

د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په۱۷) په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې د سرمشریزې په ترڅ کې به د اتریش، بلجیم، فن لینډ، آلمان، یونان، لوکزامبورگ، هالینډ او سویډن هیوادونو مشران په یوې بلې غونډې کې هم گډون وکړي.

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل به د دغې غونډې مشري پر غاړه ولري. په بروکسل کې د اتریش د سفارت ویاند د دغې غونډې په هکله رپوت وکړی دی.

اروپا ته د کډوالو له امله د ورپيښو ستونزو په غبرگون کې د اروپایې اتحادیې د څو غړو هیوادونو د سرمشریزې دغې غونډې ته «د رضامندانو کولیسیون» هم ویل شوی. په دغه غونډه کې ټول گډون کونکي هیوادونه د کډوالو په موضوع کې د نورو اروپایې هیوادونو برخلاف بل ډول نظر لري. دوی مهاجرو ته د پناه ورکولو پلویان دي.

د دې برعکس ختیځ اروپایې هیوادونه د ۱۶۰ زره کډوالو د ویشلو په هکله د روان کال په جریان کې د لاسلیک شوې تړون سره مخالف دي. د روانې اونې په پیل کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو ویلي وو چې د کډوالو په هکله د ورته دریځ درلودونکو هیوادونو د مشرانو تر منځ به هم یوه غونډه ترسره شي چې مشري به یې د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل پر غاړه وي.

د آلمان د هڅو په پایله کې تیره میاشت د اروپایې هیوادونو او ترکیې تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک پر بنسټ اروپایې اتحادیه به ترکیې ته ۳،۲ میلیارده ایرو ورکولوي. د دې په بدل کې ترکیه به په دغه هیواد کې د موجودو مهاجرو اروپا ته د ورتگ د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

د روان کال په جریان کې نږدې یو میلیونه مهاجر ترکیې ته رسیدلي دي. د دغو کډوالو لویه برخه د سوریې، عراق او افغانستان هیوادونو کډوال دي. اروپایې هیوادونه په دې ورځو کې د کډوالو له امله رامنځته کیدونکو ستونزو د حل په هڅه کې دي.

د پنجشنبې په ورځ د اروپایې اتحادیې د سرمشریزي په عادي غونډه کې به هم د هغې پروژۍ پر مسودې بحث وشي چې له مخې به یې د اروپایې هیوادونو د سرحدونو ساتنې ادارۍ فرنټیکس ته پراخوالې ورکول کیږي.

د دغې مسودې له مخې فرنټیکس باید د دې واک ولري چې د غړو هیوادونو له اجازې پرته هم خپل واحدونه هلته ځای پرځای کړای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب