1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلجی: ایران القاعدې ته نږدي شوی

۱۳۹۰ مرداد ۸, شنبه

د امریکې د خزانې د وزارت چارواکو خبر ورکړ چې ایران له القاعدې سازمان سره اړیکي نیولي او هڅه کوي چې د نړۍ د بی ثباته کولو لپاره دا ځل له القاعدې سازمان څخه ګټه پورته کړي

https://p.dw.com/p/126dq
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د امریکایې چارواکو د وینا له مخې ایران د القاعدې سازمان ځینو غړو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او همدا راز یې له مالي اړخه هم ملاتړ کوي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو شمیر شنونکې د القاعدې او تهران د دغو همکاریو په اړه بیلا بیل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکې او د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی، عصمت الله غلجی، دویچې ویلي سره په یوي ځانګړي مرکي کې نن «شنبه» وویل چې ایران غواړي د القاعدې په مټ په افغانستان کې د غرب او په خاصه توګه امریکا حضور منزوي کړي.

د نوموړي پر وینا امریکا په افغانستان کې پراخ حضور لري او ایران دغه شتون په خپل تاوان بولي.

له تیرو څو کلونو راهیسې پر ایران تور دی چې د افغان دولت او ناټو ضد عناصر تربیه کوي او د دغې همکارۍ د ثبوتولو لپاره په افغانستان کې میشت د ناټو د ځواکونو قوماندانانو څو څو ځلي د هغو ماینونو او وسلو د نیولو خبر ورکړ چې وایې له ایران څخه افغان یاغیانو ته را استول سوي ول.

څو میاشتې دمخه د افغانستان او ایران پر ګډه پوله ایټالوي ځواکونو داسي ماینونه ونیول چې د ایران له لوري جوړ سوي وو او لیږدونکو یې اقرار وکړ چې غوښتل یې نیمروز ولایت ته یې یوسي او هلته یې د سیمیزو طالبانو په واک کې ورکړي.


خو دا چې دا ځل امریکایې چارواکي په زغرده د ایران په خاوره کې د القاعدې د ځینو قوماندانانو له شتون څخه خبره کوي په اوسنیو حالاتو کې څه پيغام لیږدوي.

د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی غلجی وایې دا بي له شکه خبره ده چې ایران له القاعدې سره همکاري کوي تر څو پرې خپل دغه نږدې رقیب چې په افغانستان کې ورته پروت دی پري وټکوي.

غلجی وایې تهران د امریکا له حضور څخه ډیره په ویره کې ده او ډاریږي چې که چیرته امریکا په افغانستان کې پوځي هډي جوړي کړي نو دا به د دوي ملي حاکمیت ته ستر تاوان ورسوي نو ځکه ایران غواړي چې یو ځل بیا له القاعدې سره ایتلاف وکړي.

خو اوس یوه بله پوښتنه هم را ټوکیدلي چې د القاعدې سازمان ډيری غړي سلفیان دي او د ایران د حکومت کليدي مشران د شیعه مذهب لاریوان نو څرنګه کیدای سي چې دغه دوه متخاصمې فرقې یو له بل سره د ګډ هدف لپاره یو ځای سي.

د ښاغلي غلجي پر باور چې د حالاتو په تیریدو د سیاستونو رنګ هم بدلیږي او ایران اوس له القاعدې سره خپلي پخوانۍ دښمنۍ ته پای ورکړی او د اوس لپاره د دغې ډلي روزل او بسیا کول د خپلي ملي واکمنۍ په ګټه بولي.

نوموړی په دې اند دی چې دمګړۍ تر ډیره بریده د ایران او القاعدې پالیسي د امریکې او غرب پر وړاندي یو ډول ده نو ځکه هغوي ګډی همکارۍ ته ملا تړلي ده .

له بل لوري د القاعدې سازمان د طآلبانو نږدې همکار بلل کیږي خو کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه هغوي د ایران یو شمیر ديپلوماتان د بلخ ولایت په مرکز، مزار شریف کې ووژل نو ایا ایران اوس د خپلو زړو دښمنانو په ملګرتیا څرنګه باور کولای سي.

ښاغلي غلجي دویچې ویلي ته وویل چې په سیاست کې دایمې دوست او دښمن وجود نه لري نو ځکه تهران اوس القاعده په غیږ کی نیسي.

غلجی د القاعدې سازمان د ایران لپاره د امریکې په پرتله ډیر کوچنی ګواښ بولي چې دمګړۍ ایران خپل دغه زوړ خو کمزوری دښمن د خپل قوي دښمن امریکې په پرتله غوره او د دوستۍ وړ بولي.

دا په داسي حال کې ده چې ایران تل د بنسټ پالو او ترهګرو ډلو شتون په خپلي خاوري کې رد کړی او دا تورونه په سیمه کې د زبرځواکو دولتونو د شتون یوه بهانه بولي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش