1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: يورو يوازي گډه پيسه نه ده

۱۳۹۰ شهریور ۳, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي انګيلا ميرکل، د خپلو ګوندي ملګرو د نيوکو سره سره يو وار بيا ټينګار وکړ، چي يورو بايد وژغورل سي، ځکه چي د اروپا يو والی هم په دغي ګډي پيسي پوري تړلی دی.

https://p.dw.com/p/12NLp
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکلانځور: dapd

د اروپا د اتحاديي د يورو په حوزه کي د کړکيچ د رامنځ ته کيدو سره سره، د آلمان صدراعظمه انګيل ميرکل وايي چي اروپايان بايد د خپل يو والي لپاره په ګډه عمل وکړي. ميرکل دغه خبره پرون د المان په ختيځ ښار ماګديبورګ کي وکړه.

 

مرکل وويل: «يورو يوازي ګډه پيسه نه ده. هغه زموږ د اقتصادي برياليتوبونو ګډ بنسټ دی او هغه زموږ د قاري د سياسي يو والي سبمول دی».

 

هغې په عيني وخت کي ډاډ ورکړ چي آلمان په اروپا کي د ثبات لنګر دی. د هغې د ګوند په دننه کي ځيني پارلماني استازي د دي مخالف دي چي د ډيوالي سوي يونان لپاره دي د ژغورني يوه مالي مرسته چمتو سي.

 

د آلمان پارلمان په سپتمبر کي د اروپا د اتحاديي د مرستي د يو وجهي صندوق په هکله تصميم نيسي.

 

ميرکل دغه وينا وروسته له هغي وکړه، چي د ماګديبورګ ښار د کيزر - اوتوو د 2011 کال په جايزي ووياړله سوه. دغه جايزه هر دوه کاله هغو نړيوالو سياستوالو ته ورکوله کيږي، چي په اروپا کي د تفاهم لپاره زيار باسي. کيزر - اوتو هغه يو پادشاه ؤ چي، د اروپا په تاريخ کي يې ستر نقش لوبولی دی.

 

ميرکل په اروپا کي د روان مالي کړکيچ او د هغه په حال کي د آلمان ونډو ته په اشاري سره وويل:« د خلکو او د مالي بازارونو د اعتبار د بيرته تر لاسه کولو لپاره دا يوه معقوله لاره ده. دا هغه يوه لاره ده چي د اروپا د يو والي د بشپړولو په مقصد موږ ته دراوزه پرانيزي. نو په دي وجه غوره ده چي ټول پيټيي په خپلو اوږو واخلو.»

 

د مېرمن ميرکل ګوندي ملګرو دا پوښتنه عنوان کړه چي آيا غوره ده ترڅو يونان بيرته خپله پخواني پيسه Drachme او آلمان خپله پخواني پيسه D-Mark مروجه کړي او که اروپايان دي د خپلي ګډي پيسي، یورو د ژغورني لپاره يو بل ته لاس ورکړي؟ د آلمان صدارعظمي د دي پوښتني په ځواب کي وويل چي هغه د دي پلوي ده  ترڅو يورو وژغورله سي. هغي وويل که «چيري ايرو ناکامه سي، نو د اروپا اتحاد هم ناکامه کيږي.»

 

د آلمان پخواني صدراعظم هلموت کول هم په يوه مرکه کي خبرداری ورکړی، چي د اروپا د اتحاديي په برخه ليک بايد لوبه ونه سي. کول د نړيوال سياست نومي مجلي ته وويل: په دي کي  شک نسته چي د يورو د حوزي ژغورل له مالي لحاظه ډير ګران تماميږي، خو موږ بله چاره نه لرو، که چيري غواړو چي اروپا سره يو موټې پاتي سي.»

 

د آلمان پخواني صدراعظم، هلموت کول د آلمان او د اروپا په يووالي او دغه راز د ايرو د پيسي د مروجولو په پلان کي ستر نقش درلود. خو هغه په څپله مرکه کي دا هم وويل، چي يوه اشتباه دا وه چي يونان د خپل هغه وخت اقتصادي وضعيت سره بايد « د يورو په حوزه کي نه وای نيول سوی.» خو کول يادونه وکړه چي په هغه وخت کي بله چاره نه وه. د يورو په موضوع کي هغه «بايد ځيني تيريدني کړي وای، که نه پرته له دي نن به موږ يوه ګډه پيسه نه درلودای.»

 

د آلمان صدراعظمي انګل ميرکل په خپلي پرونۍ وينا کي يو ځل بيا پر دي ټينګار وکړی، چي د فرانسې له ولسمشر نيوکولا سارکوزي سره به په ګډه د يورو د حوزي لپاره يوه «اقتصادي حکومت» جوړ کړي ترڅو د روان مالي کړکيچ لپاره د حل لاره پيدا کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل