1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځوس سلنه امریکایان پر ایران د پوځي برید غوښتونکي دي

۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه

په متحده ایالاتو کې یوه ترسره شوې نظر پوښتنه ښېي چې پنځوس سلنه امریکایان غواړي که پر ایران لګول شوي اقتصادي تحریمونه د دغه هیواد د اتومې پروګرام په درولو کې ګټنه و نه کړي نو باید د ایران په وړاندې پوځي اقدام وشي.

https://p.dw.com/p/13FWW
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ په رپورټ کې راغلي دی چې ایران د اټومې وسلو د جوړولو کوښښ کړی وو
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ په رپورټ کې راغلي دی چې ایران د اټومې وسلو د جوړولو کوښښ کړی ووانځور: AP Graphics

د کوینیپیک پوهنتون لخوا تر سره شوې نظر پوښتنه ښېي چې د ۴۴ سلنو څخه تر ۵۰ سلنه امریکایان د اوباما بهرنۍ پالیسۍ نه تاییدوی او د ۵۰ سلنه څخه ډیر کسان د اوباما بهرنۍ پالیس او ایران سره د هغه برخورد خوښوي.

په نظر پوښتنې کې شاملو ۵۵ سلنه کسانو ویلي دې چې متحده ایالات باید د ایران په وړاندې پوځي اقدام تر سره کړي. د کوینیپیک د پوهنتون یو چارواکې، پیتر برون، وایي چې امریکایان د ایران د اتومې پروګرام په هکله ډیر اندیښمن دي:

«امریکایان د ایران د اتومې پروګرام د پرمختګ په اړه ډیر اندیښمن دي او فکر کوي چې اوسنی د اقتصادي بندیزونو سیاست کومه ګټنه نه لري.»

دغه چاروکی زیاتوي چې که څه هم اوس ټول امریکایان نه غواړي چې د ایران په وړاندې دې پوځې عمل تر سره شي خو بیا هم که د دغه هیواد په وړاندې سیاسي او اقتصادي تحریمونه کومې پایلې و نه لري نو امریکایان به د برید سره موافقه وکړي.

نظر پوښتنه همداراز ښېي چې ۴۶ سلنه امریکایان باور لري چې امریکا باید د اسراییلو سره په هغه صورت کې چې پر ایران برید کوي مرسته وکړي. همدا راز د نظر پوښتنې شپږ سلنه ګډونوالو ویلې دې چې امریکا باید د اسراییلو سره د ایران په وړاندې مرسته و نه کړي او ۴۴ سلنه کسانو بیا ویلي چې امریکا باید خپله بي طرفۍ وساتي.

نظر پوښتنه همداراز ښيې چې ۶۶ سلنه امریکایان باور لري چې د ایران په وړاندې اوسني اقتصادي تحریمونه کومې ګټې نه لري. د اوباما د بهرنۍ پالیسې له وجې ښایې د هغه د پلویانو شمیر لوړ شوی وي. د نظر پوښتنې په حواله ۴۹ سلنه کسان په دې باور دي چې اوباما کولای شي د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه په دویم دور کې هم کاروکړي دا په داسې حال کې ده چې یوازې ۴۵ سلنه کسانو بیا دا خبره کړې چې اوباما نه شي کولای به دویمه دوره کې د متحده ایالاتو مشرۍ پر غاړه ولري.

بریتانیا، فرانسې او متحده ایالاتو په روانې اونۍ کې د ایران په وړاندې نوي تحریمونه اعلان کړل. دغه نوي تحریمونه د ملګرو ملتونو د اتومي انرژې د ادارې د هغه رپورټ د خپریدو وروسته پر ایران لګول شوي چې په کې ويل شوي ول چې ایران د اتومې وسلو د جوړولو کوښښ کړی وو.

ورستۍ نظر پوښتنه د روان کال د نومبر د میاشتې د ۱۴مې نیټې څخه تر ۲۰ نیټې پورې تر سره شوي. په نظر پوښتنې کې د ۲۵۵۲ کسانو سره د تیلیفون پر کرښې مرکې شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل