1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کی يو شمېر خلک د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د څښاک له پاکو اوبو څخه پرته روغتیا له خطر سره مخامخ دی، خصوصا د ښونځیو د ماشومانو روغتیا. دا خبر د خوست ډاکتران کوی او عام وکړی حکومت ګرم بولی چی د دی ستونزی د حل لپاره یی تر اوسه پوری د پام وړ ګام نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/10zZU
پر څاگانو باندي لاسي بمبې هم اوبه نه راپورته کوي
پر څاگانو باندي لاسي بمبې هم اوبه نه راپورته کويانځور: DW

که څه هم په دې وروستيو کې ډيرى خوست ميشتو په خپل شخصي لګښت اود يا د حکومتي او نه حکومتي ادارو په مرسته ژور او نيمه ژور څاګان کيندلي او پاکو اوبو ته يې لاس راسى موندلى، خو د داسې کورنيو شمېر هم کم نه دى چې تراوسه خو يا د ډنډو او ويالواوبه څښي او يا هم د ډېر زيار په ګللو سره پاکې اوبه پيدا کوي.

ځايي چارواکي بيا وايي چې څو کاله وړاندې دا ستونزه ډېره وه خو په دې برخه کې د دوى پرله پسې کار د دغه ستونزې کچه راټيټه کړي ده.

د خوست د کليود پراختيا او بيارغاونې رياست وياند امرالله هلال المان غږ راډيو ته وويل چې په دې برخه کې يې بيړنۍ هڅې کړي ، ځکه چې اوبو ته په ژوند کې تر ټولو ستره اړتيا ده.

ښاغلى امرالله هلال وايي، چې دامهال د خوست %70 اوسيدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس راسى لري او پاتې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو د رسولو لپاره هڅه کوي ترڅو په روان نوي کال کې د ځينو پروژو په تطبيق سره دا ستونزه هواره کړي.

هلال زياتوي ، چې د ژورو څاګانو ناکامۍ دوى اړ کړي دي چې د لرو پرتو او غرنيو سيمو او په هغه کې له طبيعي چينو څخه ګټه پورته کړي او د اوبو نلونه ترې وغځوي.

بلخوا په خوست ښار کې يو تن ډاکټر عبدالمجيد منګل وايي چې د دا ډول سيمو خلک بايد خپلې اوبه پاکې وساتي او د جوش کولو وروسته ترې ګټه پورته کړي.

د خوست يو شمېر اوسيدونکي وايي، که ځايي اداره دا نه شي کولاى ، چې خوست ميشتو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي، نو مرکزي دولت او همدا رنګه نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې مټې راونغاړي او يادې ستونزې ته دې په بيړني ډول د حل لارې چارې ولټوي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل