1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ديورند کي د پاکستان دروازه ويجاړه سوه»

مسعود جهش (Reuters,dpa)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو ویلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د یوې څو ساعته جگړې په ترڅ کې یو تن افغان سرتیری وژل شوی دی. د دغې نښتي په ترڅ کې د دواړو هیوادونو دوه، دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي.( انځور ارشيف)

https://p.dw.com/p/18QOs
ARCHIV - Pakistani soldiers secure an area on top of Kund mountain near Kotkai village in South Waziristan, 29 October 2009. Pakistani security forces launched a large-scale offensive to eliminate the Taliban and al-Qaeda network in the South Waziristan tribal region on 17 October 2009. Eight German nationals thought to be Islamist militants were killed Monday night, October 04, 2010 in a strike by a suspected US unmanned drone in Pakistan. The pilotless aircraft fired two missiles at a house in Pakistan's tribal region along the Afghan border, Pakistani security officials said. The group was believed to be behind the recently uncovered plot to carry out terrorist attacks in Britain, France and Germany.EPA/NICOLAS ASFOURI/ +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Geheimdienst Deutsche Islamisten in Pakistanانځور: picture-alliance/dpa

پاکستاني او افغان ځواکونه د نښتې د پیلیدو پړه يو پر بل باندي اچوي. د غه نښته د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۳کال د می ۱) ناوخته رامنځ ته شوې ده. د افغانستان د سرحدي ځواکونو یوه ویاند ادریس مومند، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې نښته د چهارشنبې په ورځ ناوخته پیل شوه او د پنجشنبې تر سهاره پورې یې دوام وکړ.

ښاغلي مومند زیاته کړې ده، نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې د یوې دروازې د جوړولو کار ته دوام ورکړ.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې شوې دي. افغانستان پر پاکستان باندي تور لگوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې د بهیر مخه نیسې. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي او وایي چې پخپله د ترهگرۍ قرباني دی.

د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستی جنجال هغه وخت رامنځ ته شو چې پاکستان له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د يوې دروازې په جوړولو پیل وکړ. افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستان دغه دروازې د افغانستان په خاوره کې جوړوي.

تر دې مخکې تیره میاشت افغان ولسمشر خپلو ځواکونو ته امر کړی وو چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خوا د جوړي شوې دروازې د ویجاړولو له پاره عاجل اقدامات وکړي.

ښاغلي مومند ویلي دي چې افغان ځواکونو د دیورند پر کرښه باندي د پاکستان له خوا جوړه سوې دروازه ویجاړه کړې ده. د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې کې د انگلیسانو له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توگه ټاکل شوې وه.

د مومند په خبره کله چې افغان ځواکونو دغه دروازه ویجاړه کړه نو له پاکستاني ځواکونو سره نښته رامنځ ته شوه. خو دغه سرحدي چارواکي روښانه کړې ده چې اوس په سیمه کې نښته پای ته رسیدلې ده: «اوس زموږ ځواکونه بیرته خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي. اوس هر څه نورمال دي.»

په همدې حال کې یوه بل افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس سیمه ته په سلهاوو اضافي افغان ځواکونه استول شوي دي، چي په راتلونکې کې د احتمالي پیښو مخه ونیسي.

یو پاکستاني چارواکي هم دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان پر یوې پوستې باندي يرغل وکړ.