1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې ښکیل اړخونه نه پخلاکیدونکي دي

سید ریاض (کلاودیا ویته)۱۳۹۲ بهمن ۳, پنجشنبه

د سوریې د سولې د نړیوال کنفرانس د پيل په غونډه کې د جگړې ښکیل اړخونو پر یو بل باندې تورونه پورې کړل. له دې سره سره بان کيمون له دې خوشحاله دی چې د سویس په مونترو ښار کې دغه ناسته خپله یوه کوچنۍ بریا ده.

https://p.dw.com/p/1Aw12
انځور: Philippe Desmazes/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کېمون راضي دی. د ډیر شک او تردید سره سره د سوریې په اړه د سولې نړیوال کنفرانس تر سره شو. د دغه کنفرانس د لنډې مودې لاس ته راوړنې بان کېمون په دې ډول یادې کړې چې په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د تربگنیو تر پيلیدو وروسته د لومړي ځل له پاره دواړو اړخونو خبرو اترو ته د چمتووالی زیگنال ورکړی دی. د سویس په مونترو ښار کې په یوه عصري هوټل کې د بشارالاسد د رژیم پلویانو او مخالفینو د یوې ورځې له پاره شاوخوا د ټولې نړۍ د ۴۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنو او هیلو ته غوږ ونیو.

«هو! موږ دا کار کولای شو»

بان کيمون د کنفرانس په پای کې وویل: «موږ دلته په مونترو کې یو ډیر وړوکی گام واخیست. موږ به دویم گام د جمعې په ورځ واخلو کله چې د سوریې دواړه اړخونه خبرو اترو ته کښیني. زموږ پر مخ سخته لاره پرته ده. خو دا کار کیدای شي او باید وشي.» بان په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا لا سوله نه ده او نه هم د تاوتریخوالي پای دی.

د سویس په مونترو ښار کې د سوریې د حکومت او اپوزیسیون استازو له یو بل سره مخامخ خبرې اترې و نه کړې. خو په دغه ترڅ کې هغوی د ټولې نړۍ پر وړاندې د یو بل پر ضد نه پخلا کیدونکی دریځ بیان کړ او پر یو بل یې تورونه پورې کړل. په لومړي سر کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم خبرې وکړې او د ټولې سیمې په کچه یې د دغه کړکیچ د پراخیدو په اړه خبرداری ورکړ. هغه د اسد د رژیم پخوانۍ رسمي خبرې تکرار کړې د دغه کړکیچ له پاره یې ترهگر او بهرني مداخله کوونکي گرم وبلل.

المعلم د کنفرانس په تالار کې حاضر د سوریې د ملي ائتلاف د استازو هر رنگه مشروعت رد کړ. المعلم دغه کسان د «خائنانو» په توگه یاد کړل او ویې ویل چې د خپل ځان پرته د بل هیچا استازیتوب نه کوي. هغه وړاندې وویل: «په داسې حال کې چې په سوریه کې انسانان مري، دوی په پنځه ستوریزو هوټلونو کې اوسیږي. څوک چې د سوریې د استازیتوب ادعا کوي، په هغه ځای کې باید و اوسیږي چیرې چې سوریایان اوسیږي او هماغسې وکړيږي لکه څرنگه چې هغوی کړیږي.»

له بل اړخه د سوریې د اپوزیسیون د ملي ائتلاف مشر احمد الجربا، په آرامه لهجه په خپلو خبرو پیل وکړ. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټینگار وکړ چې د ده د اپوزیسیون اتحاد په بشپړه توگه د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې د ژنیو د پریکړه لیک د اهدافو تر شا ولاړ دی. دغه کنفرانس چې د «ژنیو ۱» په نامه هم یادیږي، د سوریې د کړکیچ د ښکیلو اړخونو څخه د تاوتریخوالي د ختمولو او د یوه انتقالي حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي. الجربا د کنفرانس پر گډونوالو غږ وکړ او ویې ویل: «زه غواړم پوه شم چې په دې کوټه کې داسې یو شریک شته چې موږ سره د ژنیو د پریکړه لیک په عملي کولو کې کار وکړي.»

انتقالي حکومت کې باید اسد ځای ولري که نه؟

په دغه کنفرانس کې حاضرو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه خوله د دې خبرې هیلې څرگنده کړه چې د سوریې د ښکلیو اړخونو تر منځ د «ژنیو دویم» کنفرانس د پروسې په پای کې باید یو انتقالي حکومت رامنځ ته شي. دغه انتقالي حکومت باید د ټولو اړخونو په تفاهم رامنځ ته شي او واک یې زیاتره د پوځ او امنیتي کړیو پورې تړلی وي. خو د دې پوښتنې په اړه د نظر یووالی نه شته چې ولسمشر بشارالاسد به هم په دغه حکومت کې برخه ولري او که نه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په دې برخه کې کوم جوړجاړي ته غاړه نه ږدي. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم بیا وایي چې دا د سوریې د ولس کار دی چې د خپل ولسمشر د مشروعیت په اړه پریکړه وکړي. د سوریې د اپوزیسیون ملي ائتلاف مشر الجربا هم په راتلونکي حکومت کې د بشارالاسد گډون نه مني. د هغه په وینا د اسد «لاسونه په وینو ککړ دي». هغه د سوریې په زندانانو کې په سیستماتیکه توگه د بندیانو د ربړولو او شکنجې پېښو ته اشاره وکړه چې په وروستیو وختونو کې یې انځورونه په خپاره شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، هم د ربړونې او شکنجه کولو انځورونو ته اشارې وکړه او ویې ویل چې ښکیل اړخونه باید له دې فرصت څخه د یوه سیاسي حل لارې د موندلو په موخه کار واخلي.

د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسې تر اوسه د وژل شوو کسانو شمیر تر سلو زرو تنو اوښتی دی او شاوخوا ۱،۲ میلیونه انسانان کډه کولو ته مجبوره شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب