1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې بند مهاجر د وتلو په هڅه کې

۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

ګایلو موسیقي سره علاقه لري او د خپل ګیتار د غږولو له پاره ځاې لټوي. فاریس غواړي زدکړې وکړي او محمد یې د خپلې میرمن او ماشومانو په اړه چې په لاره کې ترې بیل شوي وو، خبر ته سترګې په لار ده.

https://p.dw.com/p/1HMhE
Flüchtlinge an der greichisch-mazedonischen Grenze
انځور: DW/D. Cupolo

دا ټول هغه مهاجر دي چې په یونان کې بند پاتي دي او نه شي کولی د اروپا نورو هیوادونو په لور خپل سفر ته ادامه ورکړي او له یونان څخه د وتلو هڅې کوي. ګایلو چې ۳۷کاله عمر لري او د کانګو جمهوریت له جګړو څخه تښتيدلی وايي: «موږ د [قاچاقبرانو] د شبکو په لټه کې یو. ایا تاسو څوک پیژنئ؟»

هغه غواړي پاریس ته ولاړ شي او وايي: «زه اماده یم چې هر څه وکړم تر څو یو بل ځاې ته ولاړ شم او خپل کار وکړم او خپله موسیقي وغږوم.»

په وروستیو اوونیو کې د اروپایي هیوادونو د هغې پریکړې وروسته چې د دوې له پولو څخه به یوازې افغان، سوریایي او عراقي مهاجرو ته د تیریدو اجازه ورکول کیږي، په زرونه کسان په یونان کې بند پاتي دي.

د شنبې په ورځ د یونان د اوسیدونکو د محافظت د کورنیو چارو وزیر وویل: «موږ نه شو کولای د مهاجرو له دوامدارو څپو سره مخامخ شو چې نه یې زموږ هیواد او نه یې زموږ اقتصاد د تنظیم امکانات لري.»

د همدې اوونۍ په پیل کې دوه زره مهاجر چې ډیر شمیر یې افریقايي دي د یونان او مقدونیې له سرحد څخه اتن ته انتقال شوي دي او د اتن په پالیو فالیرو په سیمه کې د تکواندو په یو استیدیوم کې ځاې پر ځاې شوي دي. په دې استوګنځاې کې امکانات محدود دي او چارواکي وایي چې به عاجلو حالاتو کې دا استوګنځاې د ۳۰۰کسانو ظرفیت لري.

Griechenland Flüchtlinge Payman Qasimian
انځور: DW/D. Cupolo

له فلسطین څخه ۳۶کلن محمد چې د مقدونې سره په سرحد کې له خپل ماشوم او میرمن څخه بیل شوی دی وايي: «موږ په ځمکه بیده کیږو. توشکې نه لرو او تودې اوبه هم نشته.»

د مهاجرو تر منځ نښتې

دې مهاجرو ته د مرستندویه سازمانونو له خوا هره ورځ درې وخته د خوړو توکې ورکول کیږي خو په کانکرټ ځمکه بیده کیږي. ګایلو وایي: «موږ دلته بیریږو. نور د دې حالت د تحمل وس نه لرو.»

تیره شپه هم د یو ګرځنده تیلیفون د ورکیدو څخه وروسته د مهاجرو تر منځ په جګړي کې درې کسان زخمي شوي دي. د شنبې په ورځ د مهاجرو تر منځ د نښتو څخه وروسته دې استوګنځاې ته د مظاهرو پولیس استول شوي دي او شاوخوا ۱۰۰مهاجر د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د پالیو فالیرو والي داونیسیس هاتزیداکیس وايي: «په دې [استوګنځاې] کې له مراکش، الجیریا، یمن او اریتیریا څخه خلک دي نو جګړې په اسانه رامنځته کیږي.» هغه زیاتوي: «اوسمهال دلته ارامتیا ده خو دا به دوام پیدا نه کړي. موږ باید هغوی دلته وساتو او د وخت تیریدو سره دا کسان هم خپلو اصلي هیوادو ته واستوو.»

یونان کې پناه غوښتنه او یا هم اصلي هیواد ته ستنیدل

د یونان د مهاجرو د چارو وزیر یاینس ماوزالس همدا اوونۍ وویل: «هغه کسان چې اسناد نه لري او غیرقانوني مهاجر دي کولی شي یا د پناه غوښتنه وکړي او یا هم په خپل زړه خپل هیواد ته ستانه شي.» هغه زیاتوي: «که هغوې داسې کومه غوښتنه ونکړي نو په ۳۰ورځو کې به خپل اصلي وطن ته واستول شي.»

۲۱کلن فاریس وایي: «زه غواړم یو داسې هیواد ته لاړ شم چې هلته د زدکړو امکانات وي. په یمن کې د جګړو له کبله پوهنتونونه تړل شوي دي.» هغه همداراز زیاتوي: «زه هلته [په یمن کې] ژوند نه شم کولی. هلته به ووژل شم. هلته هره ورځ یو څوک وژل کیږي.»

Griechenland Flüchtlinge
انځور: DW/D. Cupolo

نور مهاجر بیا د اتن په مرکز کې پر دې بوخت دي چې قاچاقبران پیدا کړي او ځان د اروپا نورو هیوادونو ته ورسوي. د نوم نه اخیستلو په شرط سره یوه سرچینه چې په دې اړه معلومات لري داسې وایي: «د قاقاچبرانو سره دا معاملې په ویکتوریا څلورلارې کې د کباب په هټیو کې او د مبایلونو په هغو خرڅځاېونو کې چې مالکان يې عربان او پاکستانیان دي تر سره کیږي.»

اروپایي هیوادونه پر پولو لا سخت امنیتي تدابیر نیسي

مقدونیې له البانیا سره پر سرحد هم موانع درولي دي او دا هغه دومه لار ده چې ځینې مهاجر یې د نورو اروپایې هیوادو ته د تګ له پاره کاروي. ګایلو وایي چې هغه پر دې لارې ځکه سفر ونګړ چې ډیره خطرناکه ده.

هغه وایي: «زه پر دې لاره ځکه لاړ نه شوم چې خلک وایي ډیره خطرناکه ده. پر دې لاره خلک وژل کیږي. ځینې نور کسان شته چې هڅه یې کړې تر څو له دې لارې څخه تیر شي خو کامیابه شوي نه دي.»

تر هغې وروسته چې اروپایې اتحادیې کروشیا، یونان او ایتالیا ته ګواښ وکړ چې د دې اتحادیې د معیارونو پر اساس د ټولو مهاجرو د ګوتو د نښان په اخیستلو کې پاتې راغلي د یونان لومړي وزیر الکسس تساپرس د جمعې په ورځ دا ومنله چې د یونان پوله ته سږ کال ډیر شمیر مهاجرو ځان رسولی دی خو تاکید یې وکړ چې اوس ټول مهاجر په سمه توګه ثبتیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب