1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په NSA کې د بدلونونو راوستلو سپارښتنې

مسعود جهش (AP, AFP)۱۳۹۲ آذر ۲۳, شنبه

په یوې څیړنې کې چې سپینې ماڼۍ ته سپارل شوې راغلي چې د امریکا د ملي امنیت استخباراتي اداره یا NSA باید په راتلونکې کې هم خپل کار ته دوام ورکړي، خو باید په خپل کار کې ځیني بدلونونه راولي.

https://p.dw.com/p/1AZhZ
د امریکا متحده ایالاتو د کورني استخباراتي مرکزي دفترانځور: picture-alliance/dpa

په څیړنه کې دا خبره هم راغلې ده چې د دغې ادارې پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، ته بخښنه په پام کې نیول کیدای شي. سنودن تر دې مخکې د NSA د استخباراتي سازمان د څارنیزو پروګرامونو په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي ول.

هغې ډله چې دغه څیړنه یې ترسره کړې ده د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته له ۴۰ څخه ډیرې سپارښتنې کړې دي. په دغو سپارښتنو کې هغه بدلونونه په ډاګه شوي دي چې د څیړونکو په اند د امریکا د استخباراتي ادارې NSA په راتلونکو فعالیتونو کې باید په پام کې ونیول شي.

د هغې ډلې مشر چې د NSA د فعالیتونو په اړه د بربندو شویو معلوماتو له کبله د رامنځ ته شویو جنجالونو د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي ریچارد لیدګیت نومیږي. هغه ویلي دي چې دغو بربنډونو په NSA کې لوی بدلونونه رامنځ ته کړي دي. هغه له یوې رسنې سره په مرکه کې ویلي دي چې د امریکا د ملي امنیت په استخباراتي ادارې NSA کې رامنځ ته کیدونکي احتمالي بدلونونه کیدای شي چې پر دغې ادارې باندې د عامو خلکو اعتماد یو ځل بیا ژوندی کړي.

په داسې حال کې چې څیړونکې ډلې هغه سپارښتنې نه دي اعلان کړي چې د هغوی په اند باید په NSA کې د بدلونونو لامل شي، خو رسنیو ځینې احتمالي بدلونونه په ډاگه کړي دي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي چې په احتمالي بدلونونو کې کیدای شي د امریکا متحده ایالاتو پر متحدو هیوادونو باندې په څارنه کې د محدودیتونو راوستل شامل وي.

لدجیت په خپله مرکه کې ویلي دي چې که ادوارد سنودن د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي معلوماتو د بربنډونې لړۍ بنده کړې نو کیدای شي چې وبخښل شي. لیدجیت وویل: «زما شخصي نظر دا دی چې دا موضوع [د سنودن د بخښنې موضوع] د بحث کولو ارزښت لري.»

دغه امریکایي چارواکي ویلي دي چې که د سنودن د بخښل کیدو موضوع مطرح کیږي نو هغه باید د دې خبرې له پاره ضمانتونه ورکړي چې په راتلونکې کې به د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي پروگرامونو په اړه بربنډونې نه کوي.

ویل کیږي چې ادوارد سنودن د امریکا متحده ایالاتو ۱.۷ میلیونه استخباراتي اسناد غلا کړي دي. د برینانیاوي ورځپاڼې گاردین په حواله تر اوسه پورې د دغو اسنادو له ډلې څخه ۵۸۰۰۰ یې رسنیو ته رسیدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب