1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د جي اته په غونډه کې گډون نه کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

سپېنې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسيې نوی ولسمشر ولادمیر پوتین به د جي اته (G8) په راتلونکې غونډه کې ګډون و نه کړي او پخپل ځای به خپل نوی لومړی وزیر دیمیتر میدویدوف، دې غونډې ته واستوي.

https://p.dw.com/p/14sb6
انځور: AP

پوتین د دوشنبې په ورځ د دریم ځل له پاره د روسیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه ولسمشر اوباما سره د تیلیفون پر کرښه په خبرو اترو کې ویلي دي چې د جي اته په راتلونکې غونډه کې به ګډون و نه کړي. پوتین له اوباما سره په خبرو کې د خپل د نه ګډون لامل په کابینې کې د نوو وزیرانو ګمارل په ګوته کړي دي. اوباما او پوتین سره موافقه کړې ده چې د جون په میاشت کې به په مکسیکو کې سره وویني.

د جې اته غونډه به د مې د میاشتې له ۱۸ څخه تر ۱۹ نیټې پورې په کمپ دیوید کې جوړه شي. دا د اوباما او پوتین له پاره یو ډیر ښه چانس وو چې یو بل له نزدي وپیژني او پر موضوعگانو سره خبرې اترې وکړي.

ویل کیدل چې اوباما او پوتین به د کمپ دیوید تر غونډې مخکې په سپینې ماڼۍ کې هم سره ووینې. تر دې مخکې اوباما په داسې حال کې په یوه ویديي کلپ کې ښودل شوی وو چې میدویدف ته ئې ویل چې تر ټاکنو وروسته به هغه د توغندیو د دفاعي سیستم په موضوع کې انعطاف وښيي. تر هغه وروسته بیا د میدویدوف غږ په مایکروفون کې اوریدل شوی وو چې ویل ئې چې هغه به د اوباما دا خبره پوتین ته ورسوي.

جمهوري غوښتونکو هم پر دې موضوع باندې نیوکې کړي دي او ویلي ئې دي چې کیدای شي چې اوباما د توغندیو د دفاعي سیستم په موضوع کې خپل دریځ بدل کړي. جمهوري غوښتونکي په دې اند دي چې پوتین د میدویدوف په پرتله د امریکا پر وړاند سخت دریزونه لري. هغوی ډیر وخت پر دیموکراتانو باندې نیوکه کوي چې د روسیې پر وړاندې له لازمې سختۍ څخه کار نه اخلي.

اوس نو په پلان کې ده چې پوتین او اوباما به د جې شل G20 د غونډې پر مهال له یو بل سره وویني. دغه غونډه په مکسیکو کې د جون د میاشتې له ۱۸ تر ۱۹ نیټې پورې جوړیږي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د پوتین او اوباما په تیلیفوني خبرو اترو کې په لوړه کچه د اړیکو په اړه، د اټومي پروگرام، افغانستان او نورو مهمومو نړیوالو مسائلو په اړه بحث شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل