1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیښور: پر امریکایانو برید کی یو تن ووژل شو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

د اسامه د وژلو وروسته پاکستان کی پر امریکایانو د لومړی برید په ترڅ کی یو ملکی کس ووژل شو او د دوه بهرنیو په ګډون یوولس نور کسان په سطحی توګه ټپیان شول. پاکستانی طالبانو د پیښی پړه په غاړه اخیستی

https://p.dw.com/p/11KBM
آرشیف: پاکستان کی د تیری اونی بریدونه
آرشیف: پاکستان کی د تیری اونی بریدونهانځور: AP

طالبانو د جمعی په ورځ په پیښور کی د امریکا د سفارت د موټرو یو کتار تر برید لاندی ونیو. په دغی پیښی کی یو کس وژل شوی او یوولس نور تپیان شوی دی. دا په پاکستان کی د اسامه بن لادن د وژنی څخه وروسته پر امریکایی ځواکونو لومړی برید دی.

پاکستان کی د امریکا د سفارت ویاند رسنیو ته وویل چی په دغه برید کی د امریکا متحده ایالاتو د سفارت هیڅ یو کارکونکی هم په جدی توکه نه دی زخمی شوی. په همدی حال کی پاکستانی پولیس وایی چی په دغی پیښی کی دوه بهرنیان په سطحی توګه زخمیان شوی دی. پولیس همداراز زیاتوی چی په دغی پیښی کی د امریکا د سفارت یو د مرمی ضد یو موټر ته زیان رسیدلی.

د پولیسو په وینا پر امریکایانو دغه برید د یو موټر په واسطه تر سره شوی. پولیس وایی چی جنګیالیو په یو موټر کی ځینی چاودیدونکی مواد ځای پر ځای کړی وه چی ورته یی د ریموت کنترول په واسطه انفجار ورکړی.

پاکستان کی د متحده ایالاتو د سفارت ویاند، البیرتو رودریګوس، د فرانسی خبری اژانس ته وویل: «د امریکا د سفارت دوه موټر د سفارت په لور روان ؤ چی تر برید لاندی ونیول شول. زمونږ یو موټر ته زیان رسیدلی خو د امریکا د سفارت په کارکونکو کی څوک نه وژل شوی او نه هم په جدی توګه زخمی شوی دی. په دغی پیښی کی یوازی یوه موټر ته زیان رسیدلی. به دغه موټر کی امریکایی دیپلوماټان او یو هم پاکستانی چلونکی ول.»

عینی شاهدانو ویلی چی په پاکستان کی د امریکا متحده ایالاتو د سفارت موټر د چاودنی په پایلی کی د سړک څخه بلی خوا ته ؤارتول شو. دغه شاهدان زیاتوی چی پیښه نن «جمعه» د پاکستان په محلی وخت 08:25 بجو رامنځ ته شوه.

یو پاکستانی چارواکی، لیاقت علی، ویلی چی د پیښی په پایلی کی یو کس چی د سیمی څخه په موټرسایکل تیریدوه وژل شوی او د دوه بهرنیو په ګډون یوولس تنه نور په سطحی توګه ټپیان شوی دي. هغه وویل چی دوه بهرنیو «سطحی زخمونه» درلودل.

په پیښور کی د بمونو د شنډولود تیم مشر، حاکم خان، رسنیو ته وویل چی په موټو کی 50 کیلوګرامه چاودیدونکی مواد ځای پر ځای شوی ؤ. ده همداراز زیاته کړه: « دغه چاودیدونکی موادو ښه کیفیت نه درلود او د همدی له کبله یی ډیر زیان نه دی رامنځ ته کړی.»

د فرانسی خبری اژانس سره په یو تماس کی پاکستانی طالبانو د پیښی پړه په غاړی اخیستی او پر غربیانو یی د لا ډیرو بریدونو کواښ کړی. د پاکستانی طالبانو ویاند احسان الله احسان وویل: «زمونږ لومړنی دښمن پاکستان دی، وروسته له هغی متحده ایالات او ورپسی د ناټو غړی هیوادونه.»

د طالبانو ویاند زیاته کړی: «زمونږ خلک د پاکستان ټولو ښارونو ته ننوتلی او په راتلونکی که به بریدونه تر سره کړی.»

پاکستان کی پر امریکایی دیپلوماتانو دغه برید په داسی حال کی ترسره کیږی چی یوه اونی وړاندی په پاکستان کی طالبانو د پولیسو د روزنی په یو مرکز برید وکړ او څه نا څه 98 ګسان یی ووژل.

دا په داسی حال کی ده چی پاکستان او افغانستان ته د متحده ایالاتو استازی، مارس ګروسمن، پرون پاکستانی مشرانو سره خبری اتری وکړی ترڅو د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ خړی اړیکی، ړنی کړی. د دواړو هیوادونو اړیکی هغه مهال خړی شوی چی امریکایی پوځیانو د روانی میاشتی په دوهمه نیټه د نړی تر تولو غوښتلی کس، اسامه بن لادن، د پاکستان په زره کی ووژه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی/ عبدالباری حکیم