1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز ښار بيرته حکومتي ځواکونو نیولی

۱۳۹۴ مهر ۹, پنجشنبه

افغان پوځ کندز ښار له طالبانو څخه بيرته نيولی دئ. ويل کيږي چي تيره شپه پر دغه ښار باندي ځانگړي عملیات سوي او عسکر په ښار ننوتلي دي. خو طالبانو ويلي دي چي دوی اوس هم د کندز پر ډېره برخه کنترول لري.

https://p.dw.com/p/1GgMP
Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د تويتر په يوه لنډ پيغام کي لیکلي دي چي «د کندز ښار کنترول اوس د ملي اردو د ځانگړی ځواک په لاس کي دئ.» هغه زياته کړې چي طالبانو ته سخت زيان رسېدلی.

د عيني شاهدانو په حواله تيره شپه په دغه ښار کي سخت جنگ وو او پر ښار باندي بمباري هم وسوې. دوی ويلي دي چي اوس د کندز ښار پر سړکانو باندي افغان عسکر گرځي او هر خوا ته د وسله والو طالبانو جسدونه پراته دي.

دوی ويلي دي چي افغان عسکرو د ښار په منځ کي د طالبانو بيرغ راکښته کړی او د افغانستان ملي بيرغ ئې بيرته پورته کړ.

طالبان ماته نه مني

د وسله والو طالبانو يوه وياند بيا د دولت ادعاوي نه مني. هغه ويلي دي چي جنگيالي ئې اوس هم د ښار په منځ کي له حکومتي ځواک سره جنگيږي او د ښار ډېره برخه ئې اوس هم په کنترول کي ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي دي، چي د کندز ښار ئې تيره شپه نيولی او له طالبانو څخه د پاکولو عمليات روان دي. هغه زياته کړې ده چي د تيري شپې په عملياتو کي ۱۵۰ طالبان وژل سوي او ۹۰ نور ټپيان سوي دي.

د کندز سرپرست والي حميدالله دانشي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي ښار تيره شپه تر سختي جگړې وروسته حکومتي ځواکونو نيولی دئ.

وسله والو طالبانو د دوشنبې ورځي په سهار وختي پر کندز ښار باندي له درو اړخونو يرغل وکړ او په څو ساعته کي په دغه ښار ننوتل، وروسته افغان امنيتي ځواک له ښار د هوايي ډگر پر لور ووت او د ښار مرکز طالبانو ونيو.

د ښار د بيرته نيولو په عملياتو کي امريکايي ځواکونو د افغان ځواک هوايي ملاتړ کاوه او د چهارشنبې په ورځ هم د کندز هوايي ډگر ته د ناټو ځانگړی ځواک ورسېد.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي د کندز ښار په درې ورځني جنگ کي تر ۱۰۰ زيات ملکيان وژل سوي او ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي تر ۶۰۰۰ زيات کسان له ښار تېښتي ته مجبوره سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل