1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونانیانو د سپما پروګرام ته «نه» ویلي دي؟

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

په یونان کې د پور ورکوونکو د شرایطو پر سر ټول پوښتنه پای ته ورسیده. یوناني رسنیو د غیر رسمي نظر پوښتنو په حواله ویلي چې د «نه» رایه تر «هو» یو څه مخکې ده خو په عین حال کې ویل شوي چې د ټول پوښتنې پایله سره ډیرې نزدې ده.

https://p.dw.com/p/1Ft55
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

لومړنیو غیر رسمې نظر پوښتنو ښوولې چې د یونان په ټول پوښتنه کې چې د پور ورکوونکو د سپما د سختو شرایطو په اړه د یکشنبې په ورځ تر سره شوه، «نه» رایې تر «هو» رایو یو څه زیاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پایلې نزدې والې ته په کتو سره باید ټولې رایې وشمیرل شي ترڅو یوه پایله ترلاسه شي. د ارويايي پارلمان مشر مارتین شولز، ویلي دي چې که د نظر پوښتنې پایه «نه» وي، نو یونان ښایي د یورو زون پریښودو ته اړ شي. هغه له یوې آلمانۍ رسنې سره په مرکه کې ویلي دي چې په دې صورت کې باید یونان یو نوي پولي واحد معرفي کړي.

د یونان حکومتي ویاند ګبریل ساکیلاریدیس، د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي دي چې حکومت غواړي ژر تر ژره له پور ورکوونکو سره خبرې اترې پیل کړي: «خبرې اترې به پیل شي او باید ژر یوې پایلې ته ورسیږي آن ۴۸ ساعته وروسته.»

تر هغه وروسته چې یو شمیر نظر پوښتنونو د ټول پوښتنې په پای کې وښوده چې یونانیانو د پور ورکوونکو د سپما شرایط رد کړي دي دغه دولتي ویاند ویلي دي: «موږ به ډیر ژر یوې موافقې ته د رسیدو په موخه ټول اقدامات وکړو.»

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل به دوشنبې په ورځ آلمان ته سفر وکړي ترڅو له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند، سره د یونان د ټول پوښتنې د پایلو په اړه بحث وکړي. د صدراعظمی له دفتر څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې میرکل به د دوشنبې په ماښام پاریس ته سفر وکړي ترڅو وضعیت وارزوي او په دې اړه د آلمان او فرانسې نزدې همکاری ته دوام ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب