1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو وار بیا هم د مهاجرو یوه کیشتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

د یونان چارواکو خبر ورکړی دی چې یوه کیشتۍ د ترکیې او یونان تر منځ د آژه په سمندر کې ډوبه شوې ده. ویل کیږي چې په دې پيښه کې ۱۲ تنه په اوبو ډوب، ۱۲لادرکه او د څلورو تنو جسدونه موندل شوې دي.

https://p.dw.com/p/1HLXf
انځور: DW/U. Bauer

د یونان ساحلي گارد خبر ورکړی دی چې د دوو تنو نارینه و، یوې ښځې او یو ماشوم مړي یې د فارماکونیسي ټاپو په ساحل کې موندلي دي.

تر اوسه پورې دا لا نه ده معلومه چې آیا دغه کسان په هغه کیشتۍ کې سپاره ول چې د چهار شنبې په ورځ له خپلو ۵۰ تنو سپرو (کډوالو) سره ډوبه شوې وه، او که دا کومه بله کیشتې وه. د هغې کیشتۍ ۲۶ تنه سپره ژغورل شوې دي چې د چهارشنبې په ورځ ډوبه شوې وه.

د روان کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې د منځني ختیځ، او افریقایې هیوادونو ۷۷۰ زره کډوال د انساناني قاچاق وړونکو له خوا د اژه سمندر له لارې اروپا ته انتقال شوي دي. د دوی له ډلې څخه ۲۳۰ تنو یې په دغو اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو د کمیسیون نیوکه

د اروپایې اتحادیې د شورای د بشري حقونو کمیسار نیلس موزینیکس، په اروپایې هیوادونو کې له مهاجرو او پناه غوښتونکو سره پر ترسره کیدونکي چلند نیوکه وکړه او دا یې یو ناورین وباله. هغه له اروپایې هیوادونو څخه وغوښتل چې له مهاجرو سره په خپل چلند کې بدلون رامنځته کړي.

نیلس موزینیکس، د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې وویل چې اروپا مهاجر او پناه غوښتونکو ته شا اړولی ده.

هغه وویل چې یو شمیر هیوادونو ته د کډوالو ورتگ یوه ننگونه ده، خو د کډوالو په برخه کې سختۍ رامنځته اقدامات، د کډوالۍ سیاست کې بدلون او په سرحدونو کې د خنډونو نصبول غیرې ضروري او تیروتنه ده. نیلس زیاته کړه چې تجربو ښودلې ده چې دا ډول اقدامات کډوال له درد او رنځ سره مخامخ کوي.

د اروپایې اتحادیې د شورای د بشري حقونو دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه چې دغه هیوادونه باید له سرحد څخه په امن د تیریدو امکانات، د منل کیدو ښه امکانات او په ټولنه کې د ژر ادغام بهتره شرایط برابر کړي، په دې شکل چې د پیوستون او درناوۍ ارزښتونه په خپل ځای پاتی شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب