1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ وايي چين ایغور مسلمانان زورولي

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

د چين د بهرنیو چارو وزارت د پاپ فرانسيس هغه ادعاوې بې اساسه وبللې چې چين له ايغور مسلمانانو سره تاوتریخوالی کوي. پر چين باندې تر دې مخکې هم نیوکې شوي چې د ایغور مسلمان لږکۍ پر وړاندې يې تاوتريخوالی کړی.

https://p.dw.com/p/3ln2H
Papst Franziskus Segen Ostersonntag Vatikan
انځور: Reuters/A. Solaro

له بيجنګ څخه د رويترز خبري آژانس په حواله، د کاتوليکي کلیسا روحاني مشر پاپ فرانسيس، په يو نوي کتاب « Let Us Dream: The Path to A Better Futur» کې ويلي دي: «زه تر ډيره د آزار او شکنجې لاندې خلکو په اړه فکر کوم: روهنګیا، بيچاره ايغوريان او يزيدیان.»

دا لومړی ځل دی چې پاپ فرانسيس د ايغوریانو په تړاو پر چين غږ کوي، هغه څه چې د بشري حقونو فعالان يې له کلونو راهیسې له هغه څخه د ترسره کولو غوښتنه کوله. 

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند، ژاو ليجيان، د ايغوریانو په اړه د پاپ څرګندونې رد کړې دي.

هغه رسنيو ته په يوه لنډه وينا کې وويل: «د چين حکومت، د قومي لږکیو له قانوني حقونو څخه تل په مساويانه توګه ملاتړ کړی دی.»

ليجيان په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په سین کیانګ کې د هر توکم خلک په بشپړه توګه له خپلو معيشتي، پراختيايي او د مذهبي آزادۍ له حقونو څخه برخمن دي.

د چین د بهرنيو چارو وزير وويل: «د پاپ فرانسيس خبرې بې بنسټه دي.»

پاپ فرانسيسکو تر دې وړاندې له ميانمار څخه د روهنګيا مسلمانو لږکیو د مهاجرت، په عراق کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې له خوا د يزيدیانو د وژنې په اړه هم څرګندونې کړې وې، خو د ايغوريانو په اړه يې لومړی ځل دی چې نظر ورکوي.

عقيدوي مشران، د فعالانو ډلې او حکومتونه وايي په سینګ کيانګ سيمه کې، چیرته چې څه باندې يو ميلیون ایغوریان په کمپونو کې ساتل کیږي، د هغوی پر وړاندې بشري جنايتونه او نسل وژنې ترسره شوي دي.

خو بیجنګ دغه تورونه رد کړي او دا يې د چين د بدنامولو له پاره هڅې بللې دي. چين ادعا کوي چې په دغو کمپونو کې حرفوي زده کړې ورکول کيږي او دغه راز په هغو کې د عملی زدکړو مرکزونه دي کوم چې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې يوه برخه ده.

اکثرو مبصرینو ويلي دي چې واتیکان (د پاپ فرانسيس د اوسيدو ځای) تر دې وړاندې د ایغوريانو په اړه څرګندونو ته ځکه زړه نه ښه کاوه، چې له بيجنګ سره د اسقفانو د انتصاب په اړه د يو تړون پر غځولو خبرې روانې وې.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب