1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډونلډ ټرمپ رسمأ د پيسو په پټه ورکړه تورن شو

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو يوې محکمې پر ډونلډ ټرمپ په رسمي توگه تور لگولی چې د لوڅو فلمونو يوې کار کوونکې ته يې د چوپ پاته کېدو لپاره پيسې ورکړي وې. ټرمپ د امريکا د تاريخ لومړی پخوانی ولسمشر دی چې رسمأ تورنيږي.

https://p.dw.com/p/4PXaa
ډونلډ ټرمپ خپل ځان د سياسي غچ اخيستنې قرباني بولي
ډونلډ ټرمپ خپل ځان د سياسي غچ اخيستنې قرباني بوليانځور: Sue Ogrocki/AP/picture alliance

د نيويارک لوی هيئت منصفه يا گرېنډ ژيورۍ پر ډونلډ ټرمپ د لگول شوي تور په تړاو د تحقيق وروسته پر دې رايه اچونه وکړه چې ايا هغه په رسمي توگه تورن کړل شي که نه. اکثريت غړو د دې په حق کې رايه ورکړه چې ټرمپ دې په ۲۰۱۶ کال د انتخاباتي کامپاين پر وخت د لوڅو فلمونو يوې ممثلې سټورمي ډېنيلز ته د دې لپاره پيسې ورکړي وې، چې خاموشه پاته شي.

ټرمپ چې اوس يې عمر ۷۶ کاله دی، په رسمي توگه د ورباندې تور لگول کېدلو وروسته د امريکا لومړی پخوانی ولسمشر وگرځېد چې په محکمه کې په رسمي توگه تورنيږي.

دغه هم ولولئ: د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

د نيويارک د مېنهېټن ناحيې څارنوال ايلو بريگ په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د ټرمپ د وکيل سره يې تماس نيولی دی او له هغه يې په دې کې مرسته غوښتې چې ټرمپ خپل ځان پخپله وسپاري. په اعلاميه کې زياته شوې ده: «د سزا اورولو د نېټې د معلومېدو وروسته به هغوی ته په دې تړاو لارښوونې وشي.»

پر ټرمپ تور دی چې سټورمي ډېنيلز ته يې د خاموشه پاته کېدو په عوض د ۱۳۰ زرو ډالرو د ورکړې خبره پټه ساتلې ده.
پر ټرمپ تور دی چې سټورمي ډېنيلز ته يې د خاموشه پاته کېدو په عوض د ۱۳۰ زرو ډالرو د ورکړې خبره پټه ساتلې ده.انځور: SMG/ZUMA Wire/picture alliance

د ټرمپ د ممکنه نيونې په ترڅ کې د تاوتريخوالې اندېښنه

د امريکا د متحده ايالاتو دغه پخواني ولسمشر په خپله خواله رسنۍ »ټروت« کې يو پيغام خپور کړی دی. په دغه پيغام کې راغلي دي چې هغه به د څو ورځو په بهير کې ونيول شي. خو لا تر اوسه نه دی نيول شو. نوموړي پر خلکو ږغ کړی دی چې د هغه د نيول کېدنې په صورت کې احتجاجونه وکړي.

که څه چې تر اوسه په لوړه اندازه احتجاجونه نه دي تر سره شوي، خو په نيويارک کې د ممکنه اجتجاجونو لپاره چمتو والی نيول شوی دی.

پر ټرمپ د لگول شوو تورونو څرنگوالی

دا لا تر اوسه نه ده څرگنده چې پر ټرمپ د څه ډول جرم کولو تور لگول شوی دی. خو ايسوشيېتد پريس خبري آژانس د هغه د وکيل جوئې ټاکو پينا په حواله ليکلي دي چې لگول شوي تورونه په ۲۰۱۶ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د انتخاباتي کامپاين پر وخت له افتضاح څخه د ځان ساتنې په مقصد په پټه د پيسو ادائيگي ده.

دغه هم ولولئ:د ټرامپ د فیسبوک او اینستاګرام اکونټونه بېرته فعالېږي

تور دی چې ډينيلز لس کاله مخکې د ټرمپ سره د جنسي اړيکو لرلو پر موضوع د خاموشه پاته کېدو په عوض له ټاکنو څخه مخکې ۱۳۰ زره ډالره ترلاسه کړي ول.

د ټرمپ پخواني وکيل مايکل کوهن تر مخه و کانگريس ته ويلي ول چې هغه د ټرمپ په استازيتوب و ډينيلز ته پيسې ورکړي وې. د نيويارک لوی هيئت منصفه په دغه قضيه کې له کوهن څخه هم پوښتنې کړي دي.

په نيويارک کې دا کار جرم نه دی که څوک بل چا ته د خاموشه پاته کېدو لپاره پيسې ورکړي. خو پر ټرمپ تور دی چې هغه د پيسو دغه ورکړه پټه کړې وه او ورباندې دا تور دی چې د دغه کار د پټ ساتلو په مقصد يې په خپل مالي اسنادو کې تغيرات راوستلي ول.

خو ټرمپ ورباندې لگول شوي تورونه نه مني. په راتلونکو ورځو کې به د يو قاضي له خوا د ټرمپ پر ضد د يادو تورونو له کبله سزا واوروله شي.

ټرمپ: د دغه تور لگول په ټاکنو کې مداخله ده

ټرمپ د گرېنډ ژیورۍ لخوا پر هغه په رسمي توگه د تور لگول کېدنې په غبرگون کې پر دغه پرېکړه سختې نيوکې وکړې. هغه ويلي چې «دا په تاريخ کې په تر ټولو لويه سويه سياسي غچ اخيستنه او په ټاکنو کې مداخلت دی.»

ټرمپ د مېنهېټن ناحيې پر څارنوال بريگ هم سختې نيوکې کړي دي. هغه پر بريگ تور ولگاوه چې »د بايډن خيرن کار انجام ته رسوي.«

د امريکا د متحده ايالاتو دغه پخواني ولسمشر ويلي دي: «زه پر دې يقين لرم چې زما د پريشان کولو لپاره د بايډن دغه هڅه به سرچپه شي. د هغه دغه چل به ونه چليږي. د امريکا ولس ته به معلومه شي چې توندلاری کيڼ لاسه سياستوال په اصل کې څه شی کوي. هر څوک يې ويني.»

دغه هم ولولئ:  د مالیې نه ورکولو په تور د «ټرمپ د سازمان» محاکمه

پر ټرمپ په داسي وخت کې په رسمي توگه د جرم تر سره کولو تور لگول کيږي چې هغه په ۲۰۲۴ کال د ترسره کېدونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند له کانديدانو څخه يو دی. هغه د پنجشنبې په ورځ داسي اشاره ورکړه چې هغه غواړي په دغه سيالي کې پاته شي.

په واشنگټن کې د آلمان ږغ خپريال مائيکلا کنوفر پر ټرمپ باندې په رسمي توگه د جرم تور لگول کېدل »يوه سياسي زلزله« وبلله. هغې وويل: »دا يوه سياسي زلزله ده. دا به په ټاکنو کې د کانديداتورۍ په سيالي کې يا خو د ټرمپ په گټه تمامه شي او يا به ورته خنډ وگرځي.« کنوفر زياته کړې ده چې اکثريت جمهوري غوښتونکي سياستوال د ټرمپ ملاتړي دي.

اوس به څه کيږي؟

د قانون له مخې به ټرمپ مجبوره وي چې خپل ځان قانون ته تسليم کړي. د تسليمۍ وروسته به د ملزم په توگه د هغه انځور »مگ شاټ« او د هغه د گوتو نخښې اخيستل کيږي. ښايي ټرمپ ته هتکړۍ هم واچولې شي، خو امکان يې کم دی.

که ټرمپ خپل ځان چارواکو ته ونه سپاري، نو بيا به د نيويارک حکومت د فلوريډا له حکومت څخه په رسمي توگه هيله کوي چې ټرمپ د نيويارک چارواکو ته وسپاري. ټرمپ دمگړی په فلوريډا کې دی.

دغه هم ولولئ: ټرمپ: طالبان «ډېر کلک ډېر ځيرک او هوښيار» دي

په زړه پورې خبره دا ده چې د فلوريډا اوسنی والي رون ډی سينټس د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند له کانديدانو او په دې توگه د ټرمپ له سيالانو څخه يو دی. هغه په دې تړاو ويلي دي چې که له فلوريډا څخه د ټرمپ د سپارل کېدنې غوښتنه وشوه، نو هغه به يې عملي نه کړي.
ډونلډ ټرمپ په يو شمېر نورو دوسيو کې هم تورن دی. په دې کې په ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د جو بايډن د بريا د بدلولو هڅه، د جنورۍ په شپږمه نېټه په ۲۰۲۱ کال د واشنگټن په کېپيټل هل و بريد کولو ته د هڅونې او په خپل کور کې د محرمو اسنادو د ساتلو تورونه شامل دي.

آ./ا.ا./ب.ص.