1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو یوشمېر کوربه هېوادونو سره د کاناډا تازه مرسته

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

کاناډا د پاکستان په ګډون د مرکزي اسیا له یوشمېر هېوادونو سره د افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالر مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/4aEz3
افغانستان تورخم، له پاکستانه رااېستل شوي افغان کډوال
افغانستان تورخم، له پاکستانه رااېستل شوي افغان کډوالانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې د اغیزمنو افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره به پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالر د مرستو په توګه ورکړي.

ددې ادارې یوه ویناپاڼه وايي، چې دا پیسې به د کډوالۍ نړېوالې ادارې یا IOM  له لارې دغو هېوادونو ته ورکړل شي.

ویناپاڼه زیاتوي چې دا پیسې د کډوالۍ سازمان د هغه ټولیز پلان د تمویل لپاره ورکول کیږي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د کډوالو د خوندېتوب او بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره دې ادارې وړاندې کړی دی.

د ویناپاڼې له مخې، د کاناډا حکومت ژمن دی چې په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د کډوالۍ نړېوالې ادارې د ۲۰۲۲، ۲۰۲۳،  ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د پلان مالي تمویل وکړي.