1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

مسکو د بیربوک د «روسیې پرضد جنګ» وینا توضیحات غوښتي

۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

په روسیه کي د جرمني د خارجه وزیرې، انالینا بیربوک د «روسیې پرضد جنګ» څرګندونو په باب مخ پر ډیردونکی هیجان رامنځته سوی.

https://p.dw.com/p/4MnDe
Parlamentarischen Versammlung des Europarats - Straßburg
انځور: Jean-Francois Badias/AP/dpa/picture alliance

د روسیې د خارجه وزارت ویاندي ماریا زاخارووا، نن د جمعې په ورځ په مسکو کي د جرمني له سفارت څخه د برلین د «ضد ونقیضو» اظهاراتو په باب د توضیحاتوغوښتنه کړې ده.

هغې په خپل خبري تلګرام کانال کي لیکلي دي چي جرمني له یوه طرفه وايي چي د اوکراین په جنګ کي د شخړي یو طرف نه دی او له بلي خوا بیا بیربوک وايي چي د اروپا هیوادونه د روسیې سره په جنګ کي قرار لري.«آیا دا پخپله پوهیږي، چي څه وايي؟»

لاتويا، استونیا او لیتوانيا له آلمانه غوښتي چې اوکراین ته ټانکونه ورکړي.

«د ډیپلوماتیکي لاري د اوکراین جنگ د ختمیدوغوښتنه»

بیربوک تیره سه شنبه په ستراسبورګ کي په اروپا شورا کي په دغو الفاظو سره د خپلو غربي متحدینو د اتحاد غوښتنه وکړه: «موږ د روسیې پرضد یو جنګ مخته وړو او نه یو د بل پرضد». ترهغه وروسته روسي دولتي رسنیو په قدردانۍ سره دغه څرګندوني د خپل جنګي پروپاګنډ د اصلي عبارت په توګه د دې یو سند وباله، چي جرمني او اروپايي اتحادیې نورهيوادونه د اوکراین په قضیه کي مستقیماً دخیل دي او د روسیې پرضد جنګ پرمخ بیايي.

اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې پر سر بحث پېل شوی

د جرمني حکومت د دې برعکس په عادي ډول سره ټینګار کوي چي د اوکراین په جنګ کي یو طرف نه دی. صدراعظم اولاف شولڅ تیره چهارشنبه د آلماني دوهم ټلویزوني کانال د دې پوښتني په جواب کي چي آیا جرمني او نور متحدین یې د ټانکونو د ورلیږلو تر اوسنی فیصلې وروسته په جنګ کي شامل نه دی، وویل «نه، په هیڅ صورت نه.» په خبره یې «نه باید د روسیې او ناټو تر منځ جنګ رامنځته سي».

کارپوهان له اوکراین څخه د نورو مهاجرو د راتګ اټکل کوي

د جرمني خارجه وزارت هم د بیربوک تر څرګندونو وروسته واضح کړې ده چي جرمني «د جنګ یو اړخ نه دی». 

جرمني تر دې فیصلې وروسته چي «لیوپارد۲» جنګي ټانکونه اوکراین ته ورکوي، په روسیه کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره تر انتقادونو لاندي راغلی، چي تر دوهم عمومي جنګ وروسته د اول وار له پاره د روسي عسکرو په مقابل کي درنې وسلې استعمالوي.