1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان په ګواښونو سره باج اخلي

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

د پاکستان په شمال لوېديځو سيمو کي وسله وال پاکستاني طالبان له ځايي سياستوالو او نورو کسانو څخه باج اخلي. څوک چي له باج ورکولو ډډه کوي، ژوند ته يې ګواښ کيږي.

https://p.dw.com/p/4K3HA
Pakistan | Swat-Tal
آرشِف انځور ـ په سوات کي د پاکستاني پوځ سرتېريانځور: Rashid Iqbal/dpa/picture alliance

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت يو پارلماني غړی د خپلو پلويانو سره چايي چيښي چي تليفون يې زنګ وهي. د طالبانو له خوا پر تليفون له دغه ولسي استازي څخه د «بسپنه/چندې» غوښتنه کيږي. د تحريک طالبان پاکستان په استازيتوب له دغه سياستوال څخه غوښتنه کيږي چي «موږ هيله لرو چي ناهيلي مو نه کړئ.»

په دويم پيغام کي ورته ليکل کيږي چي «له مالي مرسته کولو څخه انکار به تاسو ته يوه ستونزه جوړه کړي.» په پيغام کي مخکي راځي: «موږ فکر کوو چي يو هوښيار سړی به پوه شي چي، په دې باندي زموږ مقصد څه دی.»

د فرانس پريس خبري آژانس د راپور له مخي ځايي خلک وايي چي له کوم وخت راهيسي چي په ګاونډي هيواد افغانستان کي طالبان واک ته رسېدلي دي، نو د پاکستاني طالبانو حوصلې هم جګي شوي دي. د دغو خلکو په وينا له هغه راهيسي د ګواښونو په مرسته له خلکو باج اخيستنه هم زياته شوې ده.

پکتیا؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښه کې مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ياد پارلماني غړی چي نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چي طالبانو ورڅخه په ټوليزه توګه د ۱۲ لکو روپو (تقريبا ۵۰۰۰ امريکايي ډالر) وغوښتل. څوک چي د طالبانو غوښتني ته مثبت جواب نه وايي او پيسې نه ورکوي نو هغه د عواقبو سره مخامخ کيدلای شي.

ځيني وخت د انکار کوونکو د کور مخي ته لاسي بم غورځول کيږي. ياد پارلماني غړی وايي چي ځيني وخت طالبان پر دغو کسانو ډزي هم کوي.

ويل کيږي چي اکثره نخبه قشر، تحريک طالبان پاکستان ته باج ورکوي. د ياد پارلماني سياستوال په وينا ځيني لږ او بعضي زيات ورکوي. د هغه په وينا «البته په دې هکله هيڅوک په ښکاره خبري نه کوي او پر خپل ژوند بېريږي.»

تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو سره مشترکه ريښه لري. خو دغه ډله د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کالونو تر منځ د پاکستان او افغانستان تر منځ په قبايلي سيمو کي تر ټولو په زيات قوت کي وه.

Aktivistin Malala Yousafzai
ملاله يوسفزۍ باندي بريد هم د تحريک طالبان پاکستان له خوا شوی ؤانځور: MICHAEL TRAN/AFP

هغوی په لږ وخت کي له اسلام آباد څخه په ۱۴۰ کلومترۍ کي پروت د سوات دره ونيوله. د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کي سخت ګوزار وخوړ، کله چي د طالبانو وسله والو د پوځيانو د ماشومانو پر ښوونځي وسله وال بريد وکړ او پکښي تقريبا ۱۵۰ انسانان ووژل شول چي اکثره يې ماشومان ول.

د پاکستان د پوځ له خوا د وسله والو طالبانو پر ضد په عملياتو کي زيات شمېر طالبان افغانستان ته واوښتل چيري چي هغوی د امريکا په مشرۍ د بهرنيو قواوو تر تعقيب لاندي راغلل.

په اسلام آباد کي د امنيتي چارو د څېړنيز مرکز د کارپوه امتياز ګل په آند له کوم وخت راهیسي چي طالبان په افغانستان کي واکمن شوي دي، نو تحريک طالبان پاکستان غړو ته په افغانستان کي سرپناه او د پټېډو ځای پيدا شوی دی. د هغه په وينا افغانستان و دغو وسله والو ته «د پناه په يو پرانيستي ځای» بدل شوی دی. د هغه په وينا «اوس دوی په افغانستان کي د ژوند کولو پر وخت خلاص لاس لري.» هغه زياتوي: «همدا د تحريک طالبان پاکستان له خوا د بريدونو د زياتېدو له پاره يو ساده تشريح ده.»

د پاکستان د سولي د څېړنيز مرکز د شمېرو له مخي له کوم وخت راهيسي چي طالبان په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، په پاکستان کي ۴۳۳ کسان په اړونده تاوتريخوالو کي وژل شوي دي.

په پاکستان کې د پوليسو پر ګزمه بريد ۶ کسان وژلي

په سوات کي فعاليت کوونکی احمدشاه د طالبانو په هکله وايي: «هغوی په همغه پخوانۍ لوبه پېل کړی دی، هدفي وژني، بمي چاودنې، اختطاف او پر تليفون ګواښونه کول.»

طالبان په باج اخيستنه سره له يوه اړخه خپل ځان تميولوي او له بله اړخه په ولسي خلکو کي د ځايي حکومت پر وړاندي بې باوري زياتوي. داسي برېښي چي وسله وال غواړي چي واک ته ځان ورسوي.

د ايالتي پارلمان غړی نثار محمد اټکل کوي چي د شاوخوا سيمو د ۸۰ او ۹۵ سلنې تر منځ بډايه ځايي اوسېدونکي د طالبانو د باج اخيستنې قربانيان دي. پارلماني غړو ته ګواښونه کيږي او هغه کسان چي پيسې نه ادا کوي هغوی نور خپلو سيمو ته له تلو څخه ډاريږي.

د نثار محمد په وينا تحريک طالبان پاکستان غړو د انعام او سزا يو سيسټم رامنځته کړی دی: «هغوی يو حکومت جوړ کړی دی، نو خلک څنګه ورسره مقاومت وکړلای شي؟»

په افغانستان کي پر واک طالبانو له زيات وخت راهيسي د خپلو پاکستاني ملګرو سره اختلاف نظر لرلی دی. طالبانو چي کله کابل ونيو، نو يې ځان مکلف کړ چي نور به جهادي ډلو ته په افغانستان کي د فعاليت اجازه نه ورکوي.

پاکستان دوه جنګيالي په اعدام محکوم کړي

خو هغه ګواښونکي تليفونونه چي په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کي خلکو ته کيږي، منبع يې د افغانستان تليفوني کوډ يعني ۹۳ ښودل کيږي. دا پر دې دلالت کوي چي تليفون په افغانستان کي له ترلاسه شوي سيم کارد په مرسته کيږي. بيا يو ږغيز پيغام لېږدول کيږي چي د قبايلي سيمو په لهجوي پښتو کي وي.

فرانس پريس خبري آژانس يو دا ډول ږغيز پيغام اورېدلی چي پکښي يو د کرايي ځای لرونکي ته ګواښ کيږي چي که پيسې ور نه کړي، نو به «قوماندويان» ورته ولېږل شي. په پيغام کي اورېدل کيږي چي يو کس وايي: «د ظلم ورځي نژدې دي. باور و نه کړئ چي موږ ستړې شوې ډله يوو.»

ګواښل کېدونکي کسان د منځګړو په لاس پيسې طالبانو ته لېږي څوک چي د غرونو په سرونو کي د سايو په شکل ښکاري.

هغه پارلماني غړی چي نه غواړي نوم يې خپور شي وايي چي طالبان په کال کي له يو کس څخه تر پنځه واري پوري باج اخيستل کيږي.

د هغه وروسته چي په ۲۰۱۴م کال کي طالبانو د پاکستان پر يو ښوونځي په بريد کي په لسهاؤ انسانان ووژل، نو په پاکستان کي له دوی سره د زړسوي لرونکو  کسانو شمېر نور هم کم شوی.

د تحريک طالبان پاکستان ډله وايي چي ځان يې دې ته مکلف کړی دی چي د ملکيانو د قرباني کېدو مخه به نيسي. دغه ډله وايي چي ځيني جرمي ډلې د دوی په نوم د باج اخيستنې کار پر مخ بيايي.

د پاکستان پوځ: پېښور ته څېرمه سخته جګړه شوې

د ځايي استخباراتو يو همکار پر دې ټينګار کوي چي ياده ډله لا تر اوسه هم په سيمه کي «د ګواښ اصلي منبع» او لامل ده.

د شنو غرونو په منځ کي د رڼو بهېدونکو اوبو لرونکې د سوات سيمه د سېلانيانو تر منځ ډېره مشهوره وه. خو اوس يې شهرت ته زيان رسېدلی دی. په دغه سيمه کي د ملالې يوسفزۍ پر ضد هم وسله وال بريد وشو چي په ترڅ کي يې د نجونو د ښوونځيو له پاره کامپاين کوونکې دغه نجلۍ سخته ژوبل شوه. هغې ته وروسته د خپل فعاليت له پاره د سولي نوبل جايزه ورکړله شوه.

خو اوس ځايي اوسېدونکي وايي چي د سوات له پاره «تاريکي ورځي» بيا رارسېدلي دي. د شاه په نوم يو ځايي اوسېدونکی وايي چي ډېر اوسېدونکي اوس پر مهاجرت غور کوي.

زيات شمېر سيمه ايزو خلکو و دغې سيمي ته د وسله والو طالبانو د داخلېدو پر ضد لاريونونه وکړل. خو د پاکستان پوځ وايي چي په سيمه کي د وسله والو طالبانو د شتون خبره «مبالغه آمېزه» ده.

خو د هغه باوجوده د پاکستان په دغه سرحدي سيمه کي ګواښو کول، باج اخيستنه او اختطافونه ادامه لري. دا د هغه باوجوده چي د اسلام آباد او تحريک طالبان پاکستان تر منځ اوربند قايم دی.

دا چي بهرني متحد قوتونه پسله ۲۰ کالو نظامي هلو ځلو څخه هم و نه توانېدل چي په کابل کي بېرته د طالبانو د پر واک راتلو مخه ونیسي، نو دا ښيي چي دغه ستونزه په نظامي قوت سره نشي هوارېدلای.

د پاکستان د حکومت له خوا منځنګړی مرکچي محمد علي سيف وايي: «موږ بايد چي د منلو وړ يو حل پيدا کړو.» د هغه په وينا «دا بايد يو دايمي حل وي.»

ف.پ./ا.ا./ن.ز.