1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل سویو کارکوونکو شمیر۹۲ ته لوړ سوی

۱۴۰۲ آبان ۱۸, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې په غزه کې په دې وروستیو کې د دوی د کارکوونکو مرګ ژوبله بې ساري ده. په دې منځ کې د حزب الله ډلې ته د روسي توغنديو د رسېدو خبرونه ورکړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Yc9s
Schweiz Genf | UNRWA-Generalkommissar  - Philippe Lazzarini
انځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستي آژانس )آنروا( عمومي کميشنر فیلیپ لازاریني، له یوې سویسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې تراوسه پوري په غزه کې د تازه جګړې پرمهال د ملګرو ملتونو شاوخوا ۹۲ کارکوونکي وژل سوي دي. 

لازاریني په غزه کې د ټولنیز نظم د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې «د نړۍ په هیڅ ځای کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو دومره مرګ ژوبله په یوه میاشت کې نه ده ثبت سوی.« 

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکې په خبره له غزې څخه تر ۷۰۰ زرو زیاتو وګړیو د دغه ادارې په کمپنونو کې پناه اخیستي ده . لازاریني زیاته کړه «له بده مرغه تر ۵۰ زیاتو کمپونو باندې بریدونه هم سوي دي او په دغو بریدونو کې څو تنه وژل سوي او سلګونه نور کسان ژوبل سوي هم دي .» 

د اسرائیل پوځ په پرله پسې ډول د غزې اوسیدونکو ته خبرداری هم ورکړی چې «د خپل ژوند د خونديتوب» په موخه دې له شمال څخه جنوب ته لاړ سي. 

د اسراییلو د پوځ لخوا د لویدیځې غاړې لاره بنده شوه
د اسراییلو د پوځ لخوا د لویدیځې غاړې لاره بنده شوهانځور: HAZEM BADER/AFP

د لازاریني په خبره چې دا په داسې حال کې ده چې د غزې جنوب هم خوندي نه شمیرل کیږي او په دغه سيمه کې له فلسطينی مهاجرو سره د مرستې د ملګرو ملتونو د دغه ادارې یو پر دریمه برخه کارکوونکي وژل سوي دي.
هغه غزې ته د بشري مرستو پر زیاتیدو باندې ټینګار کړی دی او خبرداری یې هم ورکړ چې که په راتلونکو څو ورځو کې غزې ته تیل و نه رسیږي نو د مرستو مهم مرکزونه به خپلو فعالیتونو ته نور دوام ورنه کړي.

 

مصر د العریش په هوايي ډګر کې د غزې لپاره د پاکستان مرستې رسولې
مصر د العریش په هوايي ډګر کې د غزې لپاره د پاکستان مرستې رسولېانځور: AMR ABDALLAH DALSH/REUTERS

د اسرائیل لومړي وزیر تردې وړاندې ویلي وو تر څو پوري چې حماس ترهګرې ډلې نیول سوي کسان نه وي آزاد کړي تر هغو پوري به غزې ته د سون توکې نه انتقال کیږي.

رويترز: حزب الله له روسیې څخه د کښتۍ ضد توغندي ترلاسه کړي دي

رویټرز خبري آژانس د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چې د لبنان حزب الله ډله د روسيې له خوا په جوړو شويو «د کښتۍ ضد توغندیو » باندي مجهزه شوې ده. 

د دغه خبری اژانس د خبر له مخې دغه توغندی په سیمه کښې د امریکې د جنګی بیړیو لپاره یو ګواښ بلل سوی او کولای سي په منځنی ختیځ کښې د جګړې د پراخیدو خطر ډېر کړي. 
د رویټرز رپورټ له مخې د دغو توغندیو څخه یو يې یاخونت توغندی دی چې ۳۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکی دی.

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو ځواکونو د غزې په ښار کې پرمختګونه دوام لري
د غزې په تړانګه کې د اسراییلو ځواکونو د غزې په ښار کې پرمختګونه دوام لريانځور: Ammar Awad/REUTERS

د حزب الله مشر حسن نصرالله تېره اوونۍ امریکا متحده ایالاتو  ته خبرداری ورکړی چې دغه ډله په سیمه کې له امریکايي بېړیو سره مخامخ جګړې ته چمتو ده.  
د احتمالي اوربند له پاره د نتنياهو شرط

د اسرائیل لومړي وزیربنيامن نتنياهو په یوه تازه خپره سوې مرکه کې یو ځل بیا د احتمالي اوربند لپاره د یوه شرط په توګه د یرغمل سویو بندیانو پر آزادیدو ټینګار کړی دی. 
د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي او یوه غربي ډیپلوماټ له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور سي، راپور ورکړی دی چې په مصر کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د درې ورځني احتمالي اوربند لپاره خبري اتري پیل سوې دي. 
ویل کیږي چې د دغه اوربند لپاره یو شرط د حماس لخوا د ۱۲ یرغمل سویو بندیانو آزادول دي. د دغه خبری اژانس راپور تر اوسه نورو رسمې سرچینو نه دی تائيد کړی.
ص.ذ/ب.ص