1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحادېې پر روسيې باندې پر نوو بنديزونو توافق وکړ

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو تر اوږدو بحثونو وروسته پر روسېې د بندیزونو پر نهمې بستې توافق وکړ. د مذاکراتو د اوږدېدو دلیل، د غذايي موادو او کيمياوي سرې پر صادراتو د دغو بندیزونو احتمالي اغیز ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4L3Z4
Bildgalerie 50 Jahre Römische Verträge I Fahnenmasten mit den Flaggen der EU-Staaten wehen vor dem Gebäude des Europaparlaments in Strasbourg
انځور: Thomas Ruffer/imageBROKER/picture alliance

په بروکسل کې د اروپايي اتحادېې د ۲۷ غړو هيوادونو د غونډې په څنډه کې، د اتحادېې د دايمي استازو کمېسيون د پنجشنبې په شپه پر یو لړ برنامو توافق وکړ چې په هغو کې روسي بانکونو پر ضد نوي تدابیر او پر دغه هیواد نوي سوداګریز محدودیتونه شامل دي.

اروپايي اتحادیه: ترکیه باید د روسیې پر وړاندې د لویدیځ بندیزونه عملي کړي

تر دغه توافق مخکې، د غړو هیوادونو تر منځ د دغو بندیزونو د جانبي اغیزو په اړه هغه ملاحظې چې پر سر ېې څو ورځني بحثونه وشول، حلې شوې. آلمان د فرانسې او هالند په څير هیوادنو سره غوښتل چې د نوو بندیزونو د بستې په چوکاټ کې باید په مشخصو قوانینو کې بدلون راوستل شي تر څو ورسره د کرهڼيزو تولیداتو او کیماوي سرې د تجارت د محدودولو مخنیوی وشي.

اروپايي اتحادیې پر روسیې نور تعزیرات وضع کړل

په عین حال کې د پولند او ليتوانيا په څیر هیوادونو بيا د هغو رپوټونو په هکله چې ګواکې دغه بندیزونه د روسېې د کرهڼيزو تولیداتو د صادراتو د مخنيوي سبب ګرځي، استدلال کاوه چې دا «روسي تبلیغات» دي چې هدف ېې د اروپايي اتحادېې د بندیزونو تضعیفول دی.

په نهایت کې دواړه خواوې په خپلو کې جوړجاړي ته ورسېدل. د ديپلوماتانو د څرګندونو پر اساس، په دغه جوړجاړي کې هغه ملاحظې چې د غذايي خونديتوب د تامين په هکله موجودې وې، په نظر کې نيول شوي دي.

اروپايي اتحادیه: اوکراین به نوري مرستي تر لاسه کړي

د روان کال د فبرورۍ مياشتي له ۲۴مې چې روسېې پر اوکراین پوځي یرغل کړی، دا د مسکو پر ضد د اروپايي اتحادېې د بندیزونو نهمه بسته ده.

په نوې بسته کې د مالي او سوداګريزو بندیزونو علاوه، د شاوخوا ۲۰۰ بنسټونو او اشخاصو نومونه هم شامل دي. د دغو اشخاصو او بنسټونو شتمنۍ بندېږي او اروپايي اتحاديې ته له سفر کولو څخه منع کيږي.

اروپايي اتحادېې تر دې وړاندې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکميت د نقضولو په دلیل، پر څه باندې ۱۲۰۰ افرادو او ۱۱۸ بنسټونو تحریمونه لګولي دي.

اروپايي اتحادیه خپلې نظامي مرستې ۵،۵ میلیاردو ته زیاتوي

هغه روسي افراد او بنسټونه چې تازه تر تحریمونو لاندې راوستل شوي، نوملړ ېې د ادارې پروسې تر پای ته رسېدو وروسته، د اروپايي اتحادېې په نشريه کې خپريږي.

د اروپايي اتحادېې کمېسيون د مخکنيو څرګندونو پر اساس، په پام کې ده په نوي نوملړ کې د نورو تر څنګ په مشخصه توګه د روسېې د پوځ اړوند افراد، افسران، د پارلمان غړي او والیان شامل وي.

dpa/af/hm/mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل