1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

ایران پوهنتونونو کې دافغان محصلینو پر نوم لیکنه بندیز لګولی؟

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د ایران څخه ترلاسه شوې معلومات ښې چې د دې هیواد د علومو وزارت پوهنتونونو ته امر کړی دی چې میشت افغان محصلین د استوګنې اسنادو پر بنسټ په پوهنتونونو کي ثبت نه کړي.

https://p.dw.com/p/4NkwO
آرشیف: د ایران یو پوهنتون
آرشیف: د ایران یو پوهنتونانځور: Ahmad Riahi Dehkordi/Irna

ویل شوي دي چې دغه محصلین دي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي افغاني پاسپورټونه او د محصلې ویزې دي ترلاسه بیا دي ایران ته راشي.

ایران دا غوښتنه په داسې حال کي مطرح کوي چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته له هيواده بهر افغان سفارتونه د نویو پاسپورټونو د صادرولو توان نه لري او په هېواد کې دننه د پاسپورټونو وېش بند شوی دی.

مبشر فراهي هغه افغان محصل دی چې واېې دوه کاله مخکې ېې د افغاني پاسپورټ پر بنسټ د تهران په فردوسي پوهنتون کي نوم لکنه کړې وه هغه وخت د تحصیلي دوري تر پایه د استوګني قانوني اسناد ورکړل شوې وه، خو اوس یې د استوګني اسناد نه چلیږي ورته ویل شوې ایران پریږده افغانستان ته ولاړ شه یوځل بیا د افغاني پاسپورټ او د محصلۍ له ویزې سره ایران ته راشه.

هغه دويچه ويله ته وويل: «زه په ایران کي د استوګني قانوني اسناد لرم او هغه مي د پیسو په بدل کي ترلاسه کړی پوهنتون ته فیس ورکوم ترڅو زده کړي وکړم ایران زموږ له پاره سرګرداني جوړوي حیران پاتي یوو څه وکړو. افغان سفارت نه نوی پاسپورټ راکوي او نه هم همدا راته تمدیدوي په افغانستان کي دننه د پاسپورټونو ویش بند دي آخر موږ څه وکړو او څوک مو غږ اوري.»

طالبان: يوه ډله افغانان تر پوځي زده کړو وروسته بيرته هيواد ته راستانه شوي

که څه هم په ایران کې د استوګني کارت لرونکي د نړیوالو قوانینو له مخې د کډوالو په توګه پیژندل شوي، د بشري حقونو نړیوال کنوانسیونونه ایران مکلفوي چې د دغو کسانو د پناه غوښتنې حق ته درناوی ولري او ورته آسانتیاوي او د زده کړو زمینه برابره کړې، خو افغان کډوال واېې په ایران کې له سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي.

جولیا الکوزۍ هغه مدني فعاله ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته ایران ته کډواله شوې واېې چې د استوګنۍ اسناد لري په پوهنتون کي د فیس پر مټ زده کړي کوي، خو اوس ورته ویل کیږي باید لاړه شي افغاني پاسپورټ واخلې بیرته د ویزې پرمټ د محصلۍ د ویزې سره ایران ته راشي.

آرشیف: د افغانستان د پوهنتون دروازي ته محصلینې را تولې شوې
آرشیف: د افغانستان د پوهنتون دروازي ته محصلینې را تولې شوېانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هغې زياته کړه چې موږ وطن ته د امنیتي ستونزو په لرلو سره څنګه لاړ شوو، څنګه بیا پاسپورټ ترلاسه کړو په ایران کي واقعآ د کډوالو حقوق پایماله شوې:

«زه خو دلته کډواله یم وضعیت چې وینم بیخي افسوس راته راځي د محصلینو سره داسې چلند او د ستونزو جوړول د دې لامل شوې چې حتې ډېر کسان خپلې زده کړې پر نیمه پریږدي. ایران اوس بیا د پاسپورټ موضوع ټینګه کړې. دوی پوهیږي چې پاسپورټ په افغانستان کي یوه ستونزه ده.»

افغان زده کوونکو ته د پاکستان تحصيلي بورسونه، آیا ويش کې یې شفافيت شته؟

د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار وايي په اوسنیو شرایطو کي زموږ ګاونډیان افغانان تر خوږ ګوتي نیسي د افغان محصلینو له پاره په ایران کي مشکلات جوړول بله ستونزه ده چې د افغانانو د زده کړو پر وړاندي خنډ ګرځیدلې: «موضوع ته باید حل لار ولټول شې ځکه نه په افغانستان کي او نه په ایران کي افغان محصلینو ته پاسپورټونه ورکول کیږې، د پاسپورټ پروسه بیخې بنده ده نو لازمه ده چې طالبان په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبري وکړي.»

هڅه مي وکړه چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم را واخلم خو له ډیرو هڅو سره سره هغوی د دویچه ویله اړیکو ته ځواب ونه وایه.

باید وویل شي چې په ایران کې د افغان کډوالو د زده کړو بهیر له کلونو راهیسې هغه ستونزه ده چې لا هم پرخپل ځای پاته ده.

په افغان پوهنتونونو کې د وروستیو تریخوالي ترشاه د چا لاس دی؟