1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاسو څرنګه په آلمان کې استوګنځای موندلی شئ؟

ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۹, پنجشنبه

تاسو آلمان ته راورسيدئ، اوس به چېری اوسیږئ؟ هیڅوک باید اندیښنه و نکړي، هر کډوال به تر یوه چت لاندې ژوند کوي. په آلمان کې کډوال څرنګه د اوسیدو ځای موندلی شي؟

https://p.dw.com/p/1GhPb
Bildergalerie Flüchtlingsunterbringung in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender

تاسو آلمان ته راورسیدئ، اوس به چېرې اوسیړئ؟ په لومړۍ مرحله کې تاسو نه شئ کولای چې پخپله خپل د اوسیدو ځای وټاکۍ ځکه چې تاسې د کډوالو لپاره دولتي کور کې ځای پر ځای کېږۍ. تر هغه وروسته تاسو کولای شۍ د ځان لپاره کور ولټوئ.

زه څه حقوق لرم؟

هیڅوک باید اندیښنه و نه کړي، هر کډوال به تر یوه چت لاندې ژوند کوي. په آلمان کې ستاسو د اوسیدو موده او ستاسو حقوقي حالت له دې موضوع سره اړیکه لري. لومړۍ امکان لري چې تاسو په یوه پخواني ښوونځي، پخواني جمنازیم او یا د پوځ پخواني استوګنځای کې واوسیږی. ډیر بیړني استوګنځایونه همداسی دي.

دا چې تاسې به چېرې اوسیږئ په بیلابیلو ایالتونو او ښارونو کې توپیر لري. کډوال ممکن له نورو کډوالو سره په ګډه توګه په یوه استوګنځای کې ژوند وکړي، خو د دی امکان هم شته چي هغوی په خپل کور کې د اوسیدو اجازه تر لاسه کړی.

که چېری تاسو له یوه «امن هیواد» څخه آلمان ته رسیلی یاست نو تاسو باید په یوه بیړني استوګنځای کې تر هغه واوسیږی ترسو چې د پناه غښتونلیک مو تر کار لاندی وي. په دی وخت کې تاسو د سفر کولو اجازه نه لرئ.

آیا زه کولای شم خپل د اوسیدو ځای پخپله انتخاب کړم؟

نه. تاسو آلمان ته تر رسیدو وروسته په دې هیواد کې د پناه غوښتنه کوئ. ترهغه وروسته تاسو د کډوالو تر ټولو نزدې مرکز ته لیږدول کېږئ او هلته ستاسو نوم ثبتیږي. تر دې وروسته کیدای شي تاسو کوم بل مرکز ته ولیږدول شئ.

کډوال د سهمیې سیستم په نظر کې نیولو سره د آلمان پر ۱۶ ایالتونو ویشل کېږي. هر څومره چې د یوه ایالت نفوس ډیر وي نو باید ډیرو کډوالو ته ځای ورکړي. کله چې تاسو د لومړنیو مرستو ترلاسه کولو مرکز ته ورسیږئ نو تاسو کولاې شئ خپله پناه غوښتنه ثبت کړې.

تاسو باید له درو څخه تر شپږو میاشتو وروسته يو ځل بیا وخوځیږې. تاسو به دا ځل یا د کډوالو یوه نوي «کمپ» ته ځې او یا خو به خپل کور ته کډه کوئ. آلمان ته د رسیدو تر شپږ میاشتې وروسته پورې تاسو نه شئ کولای چې له خپل ټاکل شوی ځای نه کوچ وکړې. تاسو کولای شئ چې له یوه ښار څخه بل ښار ته ولاړ شئ خو نه شی کولای چې یو له یوه ایالت نه بل ته کوچ وکړئ. د دې لپاره تر یو کاله وخت ته اړتیا شته.

کله چې تاسو خپل د اوسیدو سند (Aufenthalts-Erlaubnis) تر لاسه کړئ، له دولت څخه د مالي مرستو تر لاسه کولو په صورت کې نه شئ کولای چی له یوه ځای څخه بل ځای ته کوچ وکړئ.

د کور په موندلو کې څوک راسره مرسته کولای شي؟

لومړی خو ځایی چارواکي تصمیم نیسي چې تاسو چېرې د اوسیدو اجازه لرئ. په کومو ښارونو کې چې کډوال په کورونو کې د اوسیدو اجازه لري نو د کور په موندلو کې هم چارواکې له کډوالو سره مرسته کوي. خو تاسو کولای شئ چې پخپله هم کور ولټوئ او بیا د مالي مرستو لپاره غوښتونلیک ثبت کړئ. دا چې باید چا ته مراجعه وکړئ، نو په دې برخه کې له تاسو سره د کډوالو مرستندویه ځایي ادارې کمک کوي.

د کډوالو لپاره په عادي توګه د کور پیدا کول سخت وې، ځګه چې د هغوی د استوګنی موده معلومه نه وي. په آلمانی ژبه خبرې نه کول هم یوه ستونزه ده. له همدې کبله په ځینو ښارونو کې شخصي ادارې د کډوالو لپاره د کور په موندلو کې مرسته کوي.

د www.refugees-welcome.net پروژه د کډوالو اړیکه له هغو خلکو سره ټینګوی چې غواړي خپل کور کډوالو ته په کرایه ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب