1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلمان په چین کي د مسلمانانو شکمنه شکنجه وغندله

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

د اروپا پارلمان په چین کي د ایغوریانو او نورو اقلیت مسلمانانو شکمنه شکنجه او ظلم د بشر له حقوقو څخه سرغړونه وبلله او په دې تړاو یې یو پریکړه لیک تصویب کړ.

https://p.dw.com/p/3mvW7
Brüssel Europaparlament
انځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

پارلمان د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د مسلمانانو ظالمانه بندي کیدل، په کمپونو کي ډله ایز ساتل او په زوره کار په کول وغندل. دغه پریکړه لیک د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۱۷مه) تصویب کړ. په پریکړه لیک کي د ایغوریانو تر څنګ د نورو مسلمان اقلیتونو، لکه قزاقانو او قرغیزیانو نومونه هم ذکر سوي دي، چي د چین د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندي او ظلونه ورسره کیږي.

دغه پریکړه لیک په لوی اکثریت سره تصویب او د پارلمان له ۶۰۴ وکیلانو څخه يوازي ۲۰ وکیلانو مخالفي او ۵۷ مستنکفي رايي ورکړي دي. په پریکړه لیک کي د اروپا پارلمان د چين له مقاماتو څخه وغوښتل چي ادعاوو سوو اقداماتو ته دي «ژر تر ژره د پای ټکی کښیږدي.» د اعلامیې پراساس «دغه اقدامات» د بشریت په مقابل کي له جنایتونو سره شباهت لري.

د بشري حقونو سازمانونو او پلټنو پراساس د چین په شمال غربي ولایت، شین جانګ کي حداقل یو ميلیون ایغوریان او نور مسلمانان په کمپونو کي بندیان دي. هلته دوی مجبوره کیږي چي له خپل دین، کلتور او ژبي څخه تیر سي او تر یوه حده پوري تر شکنجې لاندي هم راغلي دي.

تبعید سوي او مهاجر ایغوریان د چین پر حکومت باندي د هغوی د وژلو، تښتولو، کړولو او داسي درمل ورکولو تور لګوي، چي و نه سي کړای اولاد پیدا کړي. خو د چین حکومت دغه ټوله تورونه ردوي او د داسي «تربیوي مرکزونو» څخه خبره کوي، چي پکښې د اسلامي افراطیت پرضد مبارزه کیږي. په خبره يې تر نیمایي ډیر کسان له دغو مرکزونو څخه بیرته رخصت سوي دي.

خو د رپوټونو پراساس د کمپونو ډیر پخواني بندیان فابریکو ته د کارونو له پاره لیږل سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: