1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د اسنادو قضيه: پر ترمپ نوي تورونه

۱۴۰۲ مرداد ۶, جمعه

د امریکا پخوانی ولسمشر تر دې وړاندې د پټو حکومتي اسنادو د ساتني په تړاو په ۳۷ تورونو تورن شوی وو. اوس پر ډونالډ ټرمپ نور تورونه هم لگيدلی دي.

https://p.dw.com/p/4UVC4
USA Donald Trump
انځور: Gerald Herbert/AP Photo/picture alliance

د امریکا د پخواني ولسمشر پر ضد د اسنادو د ساتني په برخه کې اوس نور تورونه لګېدلي دي. دغه نوي تورونه د يوې محکمې له خوا په خپروشيو اسنادو کي راغلي دي. پر ټرمپ او د هغه د مرستیال والټ ناوټا سربیره، یو دریم سړی هم په دې پيښه کې ښکیل وو.

د تورونو په ضمیمه کې، ټرمپ د نورو شیانو په منځ کې په دې تورن دی چې له یوه کارمند څخه یې وغوښتل چې د هغه د فلوریډا ملکیت کې په کيمره کي اخيستل شوی فلم حذف کړي ترڅو د تحقیقاتو مخه ونیسي. پر دې سربیره د ټرمپ مرستیال کارلوس دی اولیویرا د لومړي ځل له پاره د ګډون کوونکي په توګه نومول شوی دی. ویل کیږي چې هغه د حساسو دولتي اسنادو په پټولو کې مرسته کړې وه.

USA, Palm Beach | Dokumentenkisten auf der Toilette von Donald Trump
متحده ایالات، پالم بیچ،| د ډونالډ ټرمپ په تشناب کې د اسنادو بکسونهانځور: U.S. Justice Department/Handout/REUTERS

«مجرم نه دی»

ټرمپ په لومړي ځلد روان کال په جون میاشت کې په فلوریډا کې په خپل مار-ا-لاګو املاکو کې د پټو اسنادو په غیر قانوني توګه د ذخیره کولو په تور تورن شو. د ۲۰۲۲م کال په اګست مياشت کې، فدرالي پولیسو «اف بې آي» د ټرمپ ماڼۍ وپلټله او ډېر پټ اسناد یې په کې ضبط کړل.

ټرمپ دغه نوي تورونه د هغه د ځای ناستي او په واشنګټن کې د عدلیې وزارت له خوا ده ته او د هغه شاوخوا خلکو ته د «ځورولو» په موخه د «نااميده» هڅې په توګه رد کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب