1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د امنیت شورا د اسرائیل په غوښتنه بیړنۍ غونډه کوي

۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبه

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسرائیل سفیر د شنبې په ورځ د امنیت شورا مشر ته د یوه لیک په ترڅ کې د شورا د بیړنۍ غونډې رابللو او پر اسرائیل د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د برید غندلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ejcd
UN-Sicherheitsrat | Angriff auf iranisches Konsulat in Syrien
د اسرائیل په غوښتنه د امنیت شورا بیړنۍ غونډهانځور: kyodo/dpa/picture alliance

ایران د شنبې په ورځ (اپریل په ۱۳ نیټه) له لسګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو سره پر اسرائیلو خپل برید پیل کړ. دغه برید د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو د ادعا شوي برید په ځواب کې ترسره شوی دی. په هغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لږ تر لږه ۷ لوړپوړي غړي وژل شوي وو. 

د اسرائیلي پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي چې ایران ۱۷۰ بې پيلوټه الوتکې، تر ۳۰ ډیر کروز توغندي او تر ۱۲۰ ډیر بالستیک توغندي د اسرائیلو پر لور توغولي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې له دې ډلې څو توغندي د اسرائیل خاورې ته رسیدلي او د اسرائیلو یوې هوایې اډې ته یې جزوي زیان اړولی دی.

د اسرائیلي پوځ یوه بل ویاند هم ویلي چې د ایران له خوا د اسرائیلو پر لور د توغول شوو توغندیو او بې پيلوټه الوتکو شمیر تر ۳۰۰ پورته و چې «۹۹ سلنه» یې په هوا کې خنثی کړای شوي دي.

د امنیت شورا بیړنۍ غونډه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسرائیلو په غوښتنه د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۱۴ نیټه) په ورځ غونډه دایروي. ټاکل شوې ده دغه غونډه د سیمه ایز وخت مطابق تر غرمې وروسته په څلورو بجو په نیویارک کې د دې شورا په مقر کې دایره شي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

په ملګرو ملتونو سازمان کې د اسرائیل سفیر ګیلاد اردان، د شنبې په ورځ په یوه لیک کې د بیړنۍ غونډې رابللو او پر اسرائیل د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د برید غندلو غوښتنه مطرح کړې ده.

اردان په ایکس شبکه کې لیکلی دي: «د ایران برید د نړیوال سولې او امنیت پر وړاندې یو جدي ګواښ دی او زه تمه لرم چې د امنیت شورا به د ایران پر وړاندې د مشخصو اقداماتو له پاره له هر ډول ابزارو څخه استفاده وکړي.»

جو بایډ یو وار بیا د اسرائیلو پر ملاتړ ټینګار کړی

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پر اسرائیلو د ایران د پوځي برید په غندلو سره ویلي دي چې متحده ایالاتو له اسرائیل سره مرسته کړې ده، څو «تقریباً ټول» توغول شوي بې پيلوټه الوتکې او توغندي رانسکورې کړي.

د امریکا ولسمشر په هغه اعلامیه کې چې د سپينې ماڼۍ له خوا خپره شوې ده ویلي چې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې په تلیفوني خبرو اترو کې د اسرائیلو له امنیت څخه د واشنګټن پر پریکړنده او «اوسپنیز» ملاتړ ټینګار کړی دی.

د اسرائیلي پوځ د استخباراتو پخواني مشر او د دغه هیواد د دفاع وزیر سلاکار تامیر هیمن، په ایکس شبکه کې خبرداری ورکړی دی چې د اسرائیلو ځواب به د ایران په خاوره کې ورکړل شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب