1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رسنیز کنفرانس کې د شولڅ او اردوغان د نظر اختلاف

۱۴۰۲ آبان ۲۷, شنبه

برلین ته د ترکیې د ولسمشر سفر او له الماني سیاستوالو سره یې لیدنه له هم هغه پیل څخه شخړیزه وه. اردوغان د دې ترڅنګ چې پر اسرائیل یې لفظي بریدونه کول د بشري اوربند غوښتنه وکړه. شولڅ بیا د اسرائیل د دفاع پر حق ټینګار درلود.

https://p.dw.com/p/4Z7xU
Berlin | Türkischer Präsident Recep Tayyip Erdogan in Deutschland
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د المان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د جمعې ورځې (د نومبر میاشتې ۱۷ نیټه) تر غرمې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په بېلوو ماڼۍ کې هرکلی ووایه. اردوغان څو ساعته وروسته د المان له صدراعظم اولاف شولڅ سره هم ولیدل.

 دا وروسته له نږدې څلورو کلونو څخه المان ته د اردوغان لومړی سفر دی. د ترکیې ولسمشر، له اولاف شولڅ سره تر لیدنې کتنې وروسته د یوه مطبوعاني کنفرانس په ترڅ کې په غزه کې د یوه بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

اروغان په دغه کنفرانس کې یو وار بیا پر اسرائیلو د شدید انتقاد په ترڅ کې وویل: «مونږ د ۱۳ زره ماشومانو، ښځو او پاخه عمر لروونکو کسانو خبره کوو چې وژل شوي دي. په غزه کې هر څه له خاورو سره برابر شوي دي.»

نوموړي د بشري اوربند پر اړتيا له ټینګار کولو سره وویل: «که المان او ترکیه په ګډه وکولی شي دا ډول یو اروبند رامنځته کړي، دا چانس شته چې سیمه د اور لمنې له پراخیدو څخه خلاصون ترلاسه کړي. هر څوک باید د یوې پایداره سولې له پاره د خپلې وسې په اندازه کوښښ وکړي.»

شولڅ د اردوغان د خبرو په غبرګون کې د اسرائیل له ځان څخه دفاع کولو پر حق ټينګار وکړ او ويې ویل: «د اسرائیل موجودیت زمونږ له پاره پریکړنده دی او د مناقشې وړ نه دی. دا هیواد د نړیوالو حقونو له مخې له خپل ځان څخه  د دفاع کولو حق لري.»

نوموړي د اردوغان په مخاطب کولو سره واضحه کړه: «دا پټه خبره نه ده چې موږ په منځني ختیځ کې د اوسنۍ شخړې په اړه مختلف او ځینې وختونه ډیر متفاوت دریځونه لرو، خو دواړه بیا ټول منځني ختیځ ته د جګړې پراخیدو د خطر ویره لرو.»

شولڅ وروسته بیا د انسانانو د ژوند ارزښت پر برابرۍ ټینګار وکړ او ويې ویل چې په فلسطیني سيمو کې د عادي وګړو کړاو هم د المان حکومت له پاره خواشینوونکی دی. هغه له اردوغان سره خپلې خبرې په ټوله سیمه کې د کړکیچ پراخیدو د مخنیوي پر لارو چارو متمرکزې وبللې.

برلین کې شدید امنیتي تدابیر

شاوخوا ۲۸۰۰ پولیس د پلازمېنې د نظم ساتلو له پاره ګمارل شوي وو. د اردوغان د سفر پر ضد څو مظاهرې د برلین ښار په مرکز کې پلان شوې وې. د ټول ښار په کچه ډیر احتیاطي اقدامات نیول شوي او یو شمیر مرکزي سړکونونه تړل شوي وو.

دغه سفر یا لیدنه کتنه د غزې جګړې د پيل راهیسې پراسرائیل د اردوغان د تندو لفظي بریدونو له کبله تر پوښتنې لاندې وه. که څه هم اردوغان د اکتوبر د اوومې نیټې په ترهګریز برید کې د سلګونو اسرائیلیانو وژنه وغندله، خو وروسته یې بیا حماس چې د دې برید مسئول وو، یو «آزادي بخښوونکی» سازمان وباله.

د اردوغان سفر لغوه کیدو سره د المان حکومت مخالفت

اردوغان همدارنګه اسرائیل په غزې تړانګه کې په «نسل وژنې» تورن کړ او حتی د اسرائیل د موجودیت حق یي تر پوښتنې لاندې راوست. نوموړي د تیرې اونۍ په پای کې ویلي وو چې اسرائیل په دې هڅه کې دی څو «داسې یو دولت رامنځته کړي چې تاریخ یې یوازې ۷۵ کاله مخکې وخت ته ورګرځي او مشروعیت یي پخپله د همدې دولت د فاشیزم له کبله تر پوښتنې لاندې راغلی دی.»

د اردوغان له خوا د اسرائیل ضد څرګندونې په المان کې غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. د المان صدراعظم د اسرائیل پر وړاندې د اردوغان تورونه «پوچ» بللي دي.

په المان کې داسې ګونګوسې وې چې برلین ته د اردوغان سفر لغوه شوی دی، خو د دولت استدلال دا وو چې د قفقاز په شخړو کې، د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې، د ناټو په داخلي بحثونو او همدارنګه اروپا ته د مهاجرو د راتګ موضوعاتو کې د ترکیې د رول اهمیت په پام کې نیولو سره د دغه سفر لغوه کول به، د المان په ګټه نه وي او له اردوغان سره خبرې کول به د هغه د سفر لغوه کولو څخه مثبتې پایلې ولري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص