1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرکزي آسیا هیوادونه له المان سره خپل مشارکت لا زیات پراخوي

۱۴۰۲ مهر ۸, شنبه

د مرکزي آسیا د پنځو هیوادونو ولسمشرانو د المان له لومړي وزیر اولاف شولڅ سره په لیدنه کې اروپایي اتحادیې ته د نزدې کیدو هرکلی کړی. هغوي له المان سره په لا نږدې همکاریو موافقه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Wzu7
Berlin Zentralasien-Gipfel im Kanzleramt
د المان صدراعظم اولاف شولڅ او د بهرنیو چارو وزیرې بیربوک د مرکزي هیوادونو له ولسمشرانو سره په برلین کې ولیدلانځور: LIESA JOHANNSSEN/REUTERS

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ویل شوي دي چې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان مشرانو د «مرکزي آسیا له پاره د انرژۍ، هوساېنې او سیمه ایزو همکاریو پر مرکزي ټکو د اروپایي اتحادیې پر ستراتیژیک اهمیت» ټینګار کړی دی.

سربیره پر دې د پخواني شوروي اتحاد د دغو جمهوريتونو لوړپوړو سیاستوالو بې له دې چې په څرګند ډول پر اوکراین د روسیې د حملې یادونه وکړي، د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت پر ارزښت او همدارنګه د هیوادونو ترمنځ د یو بل حقونو ته پر درناوي کولو ټینګار کړی دی. 

د دغې ګډې اعلامیې په اساس اولاف شولڅ او د مرکزي آسیا هیوادونو مشرانو موافقه کړې ده چې په ځانګړي توګه د اقتصاد، د انرژۍ تدارکاتو د اومو موادو، چاپیریال ساتنې او همدارنګه سیمه ایزو همکاریو په برخو کې له المان سره د دغو پنځو هیوادونو اړیکې پياوړې او د دغو هیوادونو د اتباعو ترمنځ تماسونه پراخ شي او په دې برخه کې د سیمه ایز مشارکت یوه ستراتیژي رامنځته کړای شي.

د دغې ګډې اعلامیې پر بنسټ شولڅ د سیمه ایزې همکارۍ له پاره د مرکزي آسیا هیوادونو له کوښښونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی چې له مخې یې «سوله، امنیت، ثبات، هوساېنه او همدارنګه د سیمه ایزو دولتونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکې تضمین شي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د مرکزي اسیا د هیوادونو مشرانو د «نړیواله دروازه» په نوم د يوه نوښت ستاینه کړې ده چې په دې ترتیب سره اروپا غواړي په نړیواله کچه د زیربناو او عامه خدماتو د تدارکاتو له پاره په سلګونو میلیونه یورو راټولې اود چین «د وریښمو نوې لارې»سره رقابت وکړي.

د مرکزي اسیا د پنځو هیوادونو لوړپوړو مشرانو په دې اعلامیه کې په تکراري ډول د ټولو هیوادونو د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اهمیت ته اشاره کړې ده. دوی ټینګار کړی دی چې «د هیوادونو ترمنځ د یو بل حقونو ته په بشپړ درناوي کولو سره د آزادۍ، امنیت، دیموکراسۍ او قانوني حکومت او پایداره همکارۍ ته وده ورکولو ته ژمن دي». سربیره پر دې د «بندیزونو د مقرراتو» په هکله د نظرونو تبادله کول او د بندیزونو د لیري کولو د مخنیوي له پاره لا زیاتې هڅې مهمې دي.

له شولڅ سره دغه لیدنه کتنه، د اروپايي اتحادیي له یوه دولت سره د مرکزي آسیا د دغو پنځو هیوادونو د مشرانو لومړۍ لیدنه کتنه وه. د ټولو ګډون کوونکو د ګډې اعلامیې په اساس دوی موافقه کړې ده چې په راتلونکي کال کې به د المان له لومړي وزیر سره دې ته ورته یوه لیدنه کنته په مرکزي اسیا کې ترسره کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص