1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د تړون ۷۵ کاله کيږي

۱۴۰۳ فروردین ۱۳, دوشنبه

ناټو چي د سړې جګړې په پيل کې يې بڼسټ ايښودل سوی، په څو لسيزو کي اوس د نړۍ په تر ټولو ستر پوځي اتحاد اوښتی دی. د راتلونکي پنجشنبې په ورځ دغه تړون خپله ۷۵ مه کاليزه لمانځي:

https://p.dw.com/p/4eJBm
NATO Fahnen der Mitgliedsländer im Abendlicht
انځور: Teri Schultz/DW

 

۱۹۴۹ کال د اپريل ۴مه

د لوېديځي اروپا لسو هيوادونو او همدارنگه امريکا متحده ايالاتو او کاناډا، په واشنگټن کي د ناټو اساس کښيښود، تر څو د پخواني شوروي اتحاد له خوا گواښ سره مقابله وکړي. هغوی د شمالي اتلانتيک په دغه تړون کې، ژمنه وکړه چې د يوه بريد په صورت کې به دوه اړخيزه مرستې چمتو کوي.   

 

USA Washington | Vertragsunterzeichnung und Gründung der NATO
واشنگټن: ۱۹۴۹ کال ، د ناټو بڼسټ اښودلانځور: epa/AFP/dpa/picture alliance

۱۹۵۲

د دغه تړون د پراخولو په لومړي پړاو کي ترکيه او يونان ورشامل سول.

۱۹۵۵

د آلمان فدرالي جمهوريت په ناټو کي غړيتوب ترلاسه کوي. په عين کال کي شوروي اتحاد او د شرقي اروپا سوسيالستي هيوادونو خپل جلا پوځي اتحاد، »د وارسا پکټ« جوړ کړ.

۱۹۷۷ــ ۱۹۸۷

شوروي اتحاد د لويديځي اروپا په هدف، اټومي توغندي ځای پرځای کوي، او ناټو د آلمان په فدرالي جمهوريت کي د پيرشينگ توغندي. په پای کي INF تړون د وسلو دغه سيالي دروي.    

د آلمان د مسيحي ديموکرات اتحاد گوند سياستوال، مانفريد وورنر، د ناټود لومړي عمومي منشي په توگه ټاکل کيږي. د آلمان د دفاع دغه پخوانی وزير په ۱۹۹۴م کال کي تر خپل مرگه پوري دغه دنده پرمخ بيايي.     

۱۹۹۱ـــ ۱۹۹۷

د شوروي اتحاد له سقوط سره سم، د وارسا پکت هم منحل کيږي. ناټو له ختيځو هيوادو سره د سولې يو تړون لاسليک کوي. وروسته د سولې د ساتلو او وسلو د کنترول په اړه د ناټو او روسيې بڼسټ هم رامنځته کيږي.     

۱۹۹۴

ناټو په بوسنيا هيرڅيگووينا کي د ملگرو ملتونو له خوا د الوتني په ممنوعه ساحه کي څلور صربيايي الوتکې وويشتلې. دا د دغه اتحاد لومړني جنگي ماموريت وو.

۱۹۹۹

ناټو د ملگرو ملتونو له لارښووني پرته، په کوزوو کي د صربيانو له بريد څخه د البانيايي اولس د ساتلو له پاره هوايي بريدونه کوي. په پای کي ناټو په کوزوو کي خپل ۴۰ زره سرتيري ځای پرځای کوي.

Jahrestag I Beginn der NATO-Bombardierung Serbiens
په صربستان کی د ناټو له خوا هوایی بریدونهانځور: Jelena Djukic Pejic/DW

۱۹۹۹

نوموړي اتحاد د ختيځي اروپا لومړني هيوادونه مني: د چکوسلواکيا جمهوريت، هنگري او پولنډ. 

۲۰۰۱

په امريکا متحده ايالاتو کي د سپتمبر د ۱۱ مي تر بريدونو وروسته، ناټو د اول وار له پاره د اتحاد غوښتونکي سو. تر دغه اعلان وروسته ډيرو هيوادونو د افغانستان په پوځي ماموريت کي برخه واخيسته. د ناټو دغه ماموريت په ۲۰۲۱م کال کي د طالبانو په بيرته راتگ سره د يوه گډوډۍ په ترڅ کي پای ته ورسيد.

۲۰۰۴

د شرقي اروپا نور اوه هيوادونه د ناټو غړيتوب ترلاسه کوي: سلواکيا، سلوانيا، بلغاريا، رومانيا او همدارنگه د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونه لکه، ليتوانيا، استونيا او لاتويا. تر هغه وروسته کلونو کي، البانيا، کروشيا، مونتنيگرو او شمالي مقدونيه هم ومنل سول. 

۲۰۰۸

ناټو په بخارست کې په يوه سرمشريزه کې د اوکراين او ګرجستان د غړيتوب امکانات وړاندې کوي. د ۲۰۰۸م کال په دوبي کې روسي پوځيانو پر ګرجستان يرغل وکړ.

۲۰۱۴

د روسيې له خوا د اوکراين د کريميا نيمه ټاپو تر الحاق وروسته، ناټو له مسکو سره خپله همکاري وځنډوله.

۲۰۱۶

ناټو، استونيا، ليتوانيا او پولنډ ته څلور، څو مليتي جنګي ډلې ليږي. آلمان په ليتوانيا کې مخکښ هيواد سو.

۲۰۲۲

روسيه د ناټو پر متحد هيواد اوکراين باندي حمله کوي. د ناټو غړي هيوادونه اوکراين ته پوځي تجهيزات استوي. نوموړي اتحاد خپل ختيځ اړخ پياوړی کوی. فنلنډ او سويډن د می مياشتي پر ۱۸مه په رسمي ډول د ناټو د غړيتوب غوښتنه کوي. د جون پر ۲۹ مه د مادريد په سرمشريزه کې د دولتونو او حکومتونو مشرانو دواړو هيوادونو ته رسمي بلنه ورکړه. 

نوموړي اتحاد همدارنگه يو نوی ستراتيژيک مفهوم هم ټاکي چي روسيه د يوه «مستقيم گواښ» په توگه معرفي کوي او د چټک غبرګون ځواکونو شمېر زياتوي.

۲۰۲۳

ترکيه او هنگريد سويډن غړيتوب بندوي. انقره په ستاکهولم کي له حکومته، د کردي فعالينو په وړاندي د يوه سخت چلند د غوره کولو غوښتنه کوي. فنلڼد په اوس وخت کي مخکي دی: د مارچ مياشتي په پای کي د ترکيې پارلمان وروستی پارلمان دی چي د فنلنډ وړانديز تصويبوي. فنلنډ به د اپريل پر ۴ مه، تر څو لسيزو بې طرفۍ وروسته د ناټو ۳۱م غړی هيواد سي.

۲۰۲۴

د ترکيي پارلمان د جنورۍ پر ۲۳ مه په ناټو کي د سويډن غړيتوب ته رايه ورکړه. فقط يوه مياشت وروسته، د فبرورۍ پر ۲۶مه د هنگري پارلمان زرغون څراغ ورکړ. سويډن د مارچ پر ۷ مه په رسمي ډول د ناټو ۳۲م غړی هيواد سو.   

د اپريل پر ۴ مه، په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيران غواړي چي د شمالي اتلانتيک د دغه تړون د لاسليکولو ۷۵مه کاليزه ولمانځي.

په پام کي ده چي د جولای مياشتي له ۹ مي څخه تر ۱۱ مي پوري په واشنگټن کي د دغې کاليزي يوه غونډه جوړه سي.   

 

GP/NZ/AG