1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکسان پوځ او طالبانو «بې رحمه لاسونه»

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په يوه تازه راپور کي، وسله وال طالبان او د پاکستان پوځ په زورزياتيو او بدرفتاريو تورن سوي دي. په راپور کي له زندانيانو سره زورزياتي، خپلسره نيونو او د نيولو پرمهال د مرگ پر پيښو باندي نيوکي سوي دي.

https://p.dw.com/p/171W9
Sept. 29, 2011 - Pakistan - HYDERABAD, PAKISTAN, SEPT 29: Recruits march-past during the passing out parade .ceremony held at Sindh Regimental Centre in Hyderabad on Thursday, September 29, 2011 Schlagworte Militär, Heer, Fahne, Soldaten, Pakistan, Armee, Militärparade, Asien, Parade, Rekruten, Soldat, Fahnen, Streitkräfte
Pakistan Militär Militärparade Armee Soldatenانځور: picture alliance / ZUMA Press

د بخښني نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۳) په يوه تازه راپور کی ويلي دي، چي د پاکستان پوځ د دغه هيواد د قبايلي سيمي په شمال لوېديځ کي، چي له افغانستان سره سرحد لري، له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه کړې ده.

د دغه سازمان نوی راپور چي «بې رحمه لاسونه» نومول سوی دئ، د عيني شاهدانو، قربانيانو، مدافع وکيلانو، پوځيانو او نورو خلکو سره د مرکو پر بنسټ جوړ سوی دئ، پکښې راغلي دي، چي په قبايلي سيمو کي د پاکستان پوځ او طالبان ډير بد چلن کوي.

د بخښني نړيوال سازمان ويلي دي، چي د پاکستان پوځ پرخپل سر په زرونو خلک نيولي دي او په عين حال کي د هغوی د عادلانه محاکمې مخنيوی هم کوي.

د دغه سازمان د آسيا او آرام سمندر د څانگي مرستيال پولی تراسکات ويلي دي: «په قبائيلي سيمو کي تر يوې لسيزي وروسته اوس هم خلک خوندي نه دي او د بدرفتارۍ او تښتوني ويره لري.»

په دغه راپور کي دغه راز راغلي دي، چي بنديانو په زندان کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. تراسکات وويل: «تقريباً هره اوونۍ د هغو خلکو جسدونه چي د پوځ له خوا نيول سوي ول، د هغوی و کورنيو ته سپارل کېدل، يا راپور ورکول کېدی، چي هغوی ئې په قبايلي سیمو کي يوې گوښې ته غورځولي دي.»

طالبان هم مجرم دي

پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبانانځور: AP

په دغه راپور کي پر طالبانو باندي هم د غير قانوني قتلونو، د سرتيرو د برمته کولو او هغه کسان چي د جاسوسۍ په تور نيول کيږي، نيوکي کړي دي.

د بخښني د نړيوال سازمان د آسيا او آرام سمندر د ځانگي مرستيال ويلي دي، چي په هغه صورت کي چي طالبان په دې پوه سي چي په قبائيلي سیمه کي یو څوک د حکومت پلوي کوي د هغه د له منځه وړلو له پاره له هیڅ ډول اقدامه څخه مخ نه اړوي.

هغه ويلي دي، چي حتی ملاله يوسفزۍ چي يوازي ئې د خپل تحصيل له حقه دفاع کوله د طالبانو له بريده په امان کي پاته نه سوه.

د پاکستان حکومت تر اوسه پوري د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي. د فرانسې خبري آژانس لیکي، چي پاکستاني چارواکو ويلي دي، چي تر هغه مهاله چي دغه راپور ئې نه وي لوستی څه نسي ويلای.

د پاکستان قبائيلي سيمه په وروستيو کلونو کي د القاعدې او وسله والو طالبانو له پاره يو خوندي ځای گرځېدلی دئ. پر دغه سیمه باندي د امريکا بې پيلوټه الوتکي هم کله نا کله بمبار کوي، چي له دې سره پاکستان سخت مخالف دئ.

اټکل کيږي چي د دغو الوتکو د بمباريو په نتيجه کي له ۲۰۰۴ کال راهيسي تر ۲۰۱۲ کاله پوري ۳۳۲۵ تنه انسانان وژل سوي دي، چي ۸۸۱ ئې ملکي کسان ښوول سوي دي.

دويچه ويله/ فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم