1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو او ماشومانو لپاره 80 بستريز روغتون جوړسوی

۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبه

دغه د ښځو او ماشومانو لپاره روغتيايي مركزچي دكندهارښارپه انصاري مېنه كښي دمياه عبدالحكيم صاحب دصحي خدمتونودلړۍ په لړكښي جوړ سوی دی

https://p.dw.com/p/Eizb
په کندهار کي د ميا عبدالحکيم صاحب په نامه 80 بستريز روغتون
په کندهار کي د ميا عبدالحکيم صاحب په نامه 80 بستريز روغتونانځور: DW

روغتون د ولايت دمرستيال ډاكټرغلام جيلاني همايون ،د ولايتي شورا درييس احمد ولي كرزي، د عامي روغتيا دمسولينواود قومي سپين ږيروله خواد روغتيايي خدمتونو د ترسره كولوپه موخه دپټۍ په پرې كولوسره پرانيستل سو.

ددې مرکزدمسول ډاكټرعبدالباقي حقاني په خبره چي پر دې روغتون باندي شاوخوا 600,000 ډالره لګښت راغلي او د ښځو او ماشومانو درملنه به پکښي په وړيا توګه تر سره کيږي.

د روغتون پرانستنه د کندهار چارواکو وکړه. په منځ کي د کندهار ولايت مرستيا غلام جيلاني همايوه او راسته خواته د ولايتي شورا رييس احمدولي کرزی
د روغتون پرانستنه د کندهار چارواکو وکړه. په منځ کي د کندهار ولايت مرستيا غلام جيلاني همايوه او راسته خواته د ولايتي شورا رييس احمدولي کرزیانځور: DW

د کندهار د چارواکو، د انساني ټولني لپاره دا ډول عام المنفعه خدمتونه پرځاى خد مات بللي. او له خپلوافغانانوڅخه يي وغوښتي چي د امكان ترحده بايد ددې ټولني غريبواوبيچاره وګړوته داډول اوليه يالومړني خد مات ترسره كړى.

بل پلودسيمي اوسيدونكي هم له دا ډول مرستوڅخه خوښي څرګندوي او وايي چي غريب اوبيچاره وګړي نسي كولاى چي دخپلو روغتيايي ستونزو دليريكولوپه موخه شخصي كتنځايونوته ولاړسي. نود داډول مركزونوجوړونه ترډيره دغريبواوبيچاره وګړو لپاره ډيره اړينه بلل كيږي.

ديادوني وړده چي مياه عبدالحكيم صاحب يوه غيري دولتي موسسه ده چي د روغتياپه برخه كښي يي مخکي خپلي روغتيايي چاري په يوه كوركښي چي د دا ډول بسترونواوطبي سامان آلاتوڅخه برخمن نه و پرمخ بيولې اواوس به نوموړې موسسه خپلي روغتيايي چاري په يوبشپړروغتيايي مركزكښي پرمخ بوزي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل