1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په هوایي ډګر کي موټر بم چاودني ۵ کسان وژلي

۱۳۹۴ مرداد ۱۹, دوشنبه

د کابل هوایي ډګر تلاښۍ ته نژدې نن غرمه یو موټر بم چاودلی دی. ويل کيږي چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه ملکيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GCaS
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. دا په وروستیو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د بريدونو يوه لړۍ ده. تر دې مخکې د دغه ډلې په بریدونو کې په سوونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل د پولیسو مرستیال سید ګل آغا روحاني، ویلي دي: «چاودنه د کابل هوایي ډګر د تلاښۍ په لومړۍ دروازه کي رامنځ ته شوه.» د کابل د جنایي څیړنو ادارې مشر فریدون عبیدي، ویلي دي چې چاودنه د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا چې په یوه موټر بم کې سپور وو شوې ده.

د کابل د پوليسو په خبره په دغه چاودنه کې پنځه ملکيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې ښځي او کوچنيان هم شامل دي.

د فرانسې خبري آژانس یوه انځورګر پر ځمکه باندې د غوښو ټوټې لیدلې دي. د چاودني په سیمه کې د کابل هوایي ډګر ته ننوتونکي مسافر تلاښي کیږي.

د چاودني د ځای انځورونه