1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د کاناډا دفاع وزيره: اوکراین د جګړې ګټونکی دی

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د کاناډا دفاع وزیره وايي چې د اوکراین پوځ د اوکراين جګړې ګټونکی دی او د روسېې ولسمشر، ولاديمير پوتين، یوازې دومره وکړل چې ناټو ېې متحده او هدف ېې تجديد کړ. انيتا آناند وويل چې پوتين د اوکراینيانو په هکله ناسم تصور کړی.

https://p.dw.com/p/4JlvS
Kanada | Anita Anand
انځور: picture-alliance/empics/A. Wyld

د کاناډا د دفاع وزيرې دغه څرګندونې د هالیفیکس نړیوال امنيتي فورم د مراسمو په پيل کې وکړې چې له غربي دیموکراسيو څخه امنيتي او دفاعي چارواکي په کې راټوليږي.

هغې وویل: «د اوکراين د خلکو او د ولسمشر (ولاديمیر) زيلنسکي روحیه او عزم موږ ټولو ته الهام راکوي. د اوکراین ځواکونه ښه پرمخ ځي، با دسپلینه او ښه روزل شوي دي او دوی ګټونکي دي.»

ناټو څه ته وایي او ولې رامنځته شو؟

روسيه په نژدې نهو میاشتو کې له پراخو خنډونو سره مخ شوې او يو شمیر اشغال شوې سېمې ورڅخه بېرته اوکرايني ځواکونو نيولي دي. مسکو په دې وروستيو کې د اوکراين له مهم جنوبي ښار خيرسون څخه خپل ځواکونه وښکل او دغه ښار بېرته د اوکراين په کنټرول کې راغی. خو روسېې د اوکراين د برېښنا او انرژۍ پر تاسیساتو خپلې درنې حملې جاري ساتلي او دغه کار په ژمي کې د سختو حالاتو د رامنځ ته کېدو وېره رامنځ ته کړې ده. زيلنسکي د پنجشنبې په ورځ په وويل چې پر برېښنايي تاسیساتو د روسېې د بريدونو له کبله لس میلیونه خلک برېښنا ته لاسرسی نه لري.

د کاناډا دفاع وزيرې وويل چې پوتين د روسېې پوځ په هکله غلط تصور کړی چې په اسانۍ سره به اوکراينيان مغلوب کړي او لويديځ به شاته شي.

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

آناند وويل: «پوتين غلط قضاوت کړی. د روسېې تمام عیاره او بې دليله یرغل، صرف د ناټو عزم او اتحاد تقويه او د هغه د موجوديت دليل ېې تجديد کړ.»

د هالیفکس نړیوال امنيتي فورم مشر، پيتر وان پراګ، هم وويل چې د اوکراینيانو مبارزې غربي متحدینو ته د یووالي هدف ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ په وويل چې پر برېښنايي تاسیساتو د روسېې د بريدونو له کبله لس میلیونه خلک برېښنا ته لاسرسی نه لري
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ په وويل چې پر برېښنايي تاسیساتو د روسېې د بريدونو له کبله لس میلیونه خلک برېښنا ته لاسرسی نه لريانځور: Sergii Volkskyi/AFP/Getty Images

هغه زیاته کړه: «که اوکراین تسلیم شوی وی، څرنګه چې يو شمیر اروپايي رهبرانو له زيلنسکي څخه غوښتل چې دا کار وکړي، نو دا اسانه نه ده چې فکر وکړو موږ به اوس په څه حالت کې وو: يوه ضعیفه شوې اروپا، یو پاشل شوی ناټو سازمان او یوه خواره امریکا...» هغه زیاته کړه: «دا هغه ځای نه دی چې موږ په کې قرار لرو، د هغه کاملا برخلاف.»

«اوکراین له پوځي لاري جگړه نه سي گټلای»

له ۱۴ کلونو راهیسې هر کال په دغه نړیوال فورم کې شاوخوا ۳۰۰ کسان په هالیفاکس هوټل کې راټوليږي. وان پراګ زیاته کړه چې نن په دغه هوټل کې ۱۳ اوکرايني مهاجر هم کار کوي.

د اوکراین ډیره ساحه د ماینونو څخه ډکه ده

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي په يو ثبت شوي غږيز پيغام کې وويل: «سوله ممکنه ده، خو د هغې له پاره موږ بايد د روسېې یرغل ناممکن وګرځوو.»

د کاناډا دفاع وزيرې په داسې حال کې اوکراین د جګړې ګټونکی بللی چې روانه اوونۍ د امریکا لوړرتبه جنرال، مارک ميلی، په واشنګټن کې ويلي وو چې دی په جګړه کې د اوکراین د بشپړې بریا چانس نه ويني: «د اوکراین احتمالي پوځي بری، یعنی دا چي روسان دې له ټول اوکراین څخه ووځي او همدارنگه د کریمیا ادعا، د دې ټولو چانس دومره لوړ نه دی.»

mks/mns(AP)

د اوکراين جګړې اړوند یو انځوريز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب