1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی

۱۴۰۲ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا څارونکې ادارې يا سيګار ويلي دي چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو له خوا ګواښ اوس هم موجود دی. دغه ادارې د داعش، القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو نومونه ياد کړي.

https://p.dw.com/p/4bvx2
آرشيف انځور: په کابل کې د ۲۰۲۲م کال يو خونړی برید
آرشيف انځور: په کابل کې د ۲۰۲۲م کال يو خونړی بریدانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې په افغانستان کې واک ته په دويم ځل د طالبانو له رسېدو راهېسې تر دوو کلونو ډېره موده تیره شوې، د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا د څارونکې ادارې يا سيګار مشر د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې له دغه هېواد څخه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ متوجې دی.

د سيګار په رپوټ کې چې په څلورو مياشتو کې يو ځل خپريږي، د داعش ترهګرې ډلې او همدا راز د پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي او د القاعدې شبکې نومونه ياد شوي دي.

په ماضي کې د داعش پاخه سنګرونه د پاکستان سره په سرحدي سيمو کې وو.

د سيګار په رپوټ کې زياته شوې ده چې دا جهادستي ډله زياتره شعيه هزاره اقليت په نخښه کوي چې د واکمنو طالبانو له خوا د يوازې «ډېر لږ محافظت» څخه برخمن دي. 

آیا طالبان واقعا نه پوهیدل چې الظواهري په افغانستان کې وو؟

دې ډلې د جنورۍ مياشتې په سر کې په ګاونډي هېوادايران چې اکثريت وګړي یې شعيه مذهبه دي، د يوه ځانمرګي بريد پړه ومنله، چې څه نا څه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د سيګار رپوټ زياتوي چې د تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» ډلې هم د ۲۰۲۳م کال په وروستۍ ربع کې د تر سلو ډېرو بريدونو ترسره کولو ادعا کړې وه. ويل شوي دي چې له دې ترهګریزو بريدونو څخه یې د ډېرو هدف په سرحدي سيمو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو غړي ول.

په پاکستان کې هم مخکښو سياستوالو امنيتي انديښنې د ټاکنیزو کمپاينونو په ترڅ کې د يوې مهمې مسئلې په توګه يادې کړي دي. په پاکستان کې د فيبرورۍ میاشتې پر ۸ نيټه پارلماني ټاکنې کيږي.

په دې وروستيو کې کارپوهانو په افغانستان کې د القاعدې شبکې عمليات هم مشاهده کړي دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه رپوټ په حواله که څه هم د دغه ډلې [القاعدې شبکې] وړتياوې د پام وړ محدودې شوي دي، خو دا ډله اوس هم نړيوال اهداف لري.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب