1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د هرات په زلزله کې د قربانیو شمیر اصلاح کړ

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

طالب چارواکو په هرات ولایت کې د شنبې په ورځ د شوې زلزلې د قربانیانو شمیر اصلاح کړی او ویلي يې دي چې په دغه ناورین کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4XOxD
Afghanistan zweites schweres Erdbeben nahe Herat
وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» د قربانیانو شمیر ۱۲۹۴ ښودلی و. انځور: ALI KHARA/REUTERS

طالبانو وړاندې ویلي و چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې ورځې زلزلې له ۲۰۰۰ ډیر کسان وژلي دي، خو د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست وزیر قلندر عباد د چهارشنبې په ورځ وویل چې د وژل شویو کسانو شمیر شاوخوا ۱۰۰۰ تنه دی.

نوموړي ویلي په شمیرو کې د دومره ډیر توپیر لاملونه  د کلیو او سمیو لرې والی او د ژغورنې په عملیاتو کې د فعالو بنسټونو له خوا د تکراري شمیرو خپرول یاد کړي دي.

عباد په کابل کې خبریالانو ته وویل: « موږ په لومړۍ پېښه کې له ۱۰۰۰ ډیر شهیدان لرو.»

وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» د قربانیانو شمیر  ۱۲۹۴ ښودلی و.

د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې د شنبې په ورځ د هرات  په زنده جان ولسوالۍ له لسو په ډیرو کلیو کې ټول کورونه ویجاړ کړل.

په همدې ورځې پرلپسې څو زلزلې نورې هم وشوې.

د چهارشنبې په ورځ هم د افغانستان لودیځ یو ځل بیا د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاوه په دغې زلزله کې یو کس وژل شوی او نیږدې ۱۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

دا مهال څلورمه شپه ده چې له زلزلو ژغورل شوي کسان په آزاده فضا او له سرپناه پرته ژوند کوي.

پوهه: د زلزلو په وړاندي د مقاومو کورونو جوړول