1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

وسله والو د پاکستان په لوېدیځ کې د ګمرک مامورین وژلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲, یکشنبه

وسله والو کسانو یو ځل بیا د پاکستان په لویدیځ کې د ګمرک پر مامورینو برید کړی او دوه تنه یې وژلي دي.پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4f1jE
Grenzübergang zwischen Pakistan und Afghanistan
په وروستیو کلونو کې د بریدونو زیاتوالي د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر منځ کړکیچ زیات کړی دی.انځور: AP Photo/dpa/picture alliance

د پاکستان ځايي چارواکو د یکشنبې په ورځ د دغه هیواد د ګمرک د دوو افسرانو د وژل کېدو خبر ورکړی. دا برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې وسله والو په ورته برید کې د ګمرک پنځه افسران وژلي ول.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو بریدونو مسوولیت نه دی منلی. پاکستاني پولیسو ویلي دي چې د دغو دوو بریدونو په اړه څیړنې کوي.

د سيمې د امنيه قوماندانۍ مرستيال محمد عدنان د پیښې په تړاو وويل: «کله چې نامعلومو کسانو ډزې وکړې، د ګمرک مامورين هلته د پلټنې لپاره ورغلي وو.» هغه زياته کړه: «درې ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې د ګمرک د يوه افسر په ګډون پنځه تنه په ډزو وژل شوي وو او بريد کوونکي تښتېدلي وو.»

Pakistan Angriff auf eine Polizei-Schule
دا برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې وسله والو په ورته برید کې د ګمرک پنځه افسران وژلي ول.انځور: Picture-Alliance/AP Photo/A. Butt

وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، له دغه هېواد سره د پاکستان په سرحدي سیمو کې امنیت خراب شوی دی. هغه بریدونه، چې ځینې یې د پاکستاني طالبانو یا (TTP) لخوا کیږي، زیات شوي دي. دا ډله تر ډېره حکومتي چارواکي او د پاکستان امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

په وروستیو کلونو کې د بریدونو زیاتوالي د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر منځ کړکیچ زیات کړی دی. پاکستان له طالبانو غوښتي چې په دې اړه  اقدام وکړي او وایي چې اورپکي د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي، داسې ادعا چې په افغانستان کې طالبانو رد کړې ده.

طالبانو تل د افغانستان له خاورې د پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل رد کړي او ویلي یې دي چې د دغه هېواد امنیتي مسایل د پاکستان کورنۍ مسله ده.

پخلاینه: آیا د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې فعالیت لري؟