1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

پاکستان د افغانانو د اخراج په موخه درې سرحدي لارې پرانيستلي

۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبه

پاکستان د دوشنبې په ورځ درې نوې سرحدي لارې پرانيستلي دي څو له دغه هېواد څخه د هغو افغان کډوالو اخراج چټک کړي چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري.

https://p.dw.com/p/4YkbX
په کويټه کې د افغانانو د اخراج مرکز
په کويټه کې د افغانانو د اخراج مرکزانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

دا نوي سرحدي پاټکونه په بلوچستان ايالت کې له افغانستان سره پر پوله په چمن کې د مرکزي لارې ترڅنګ پرانيستل شوي دي. دا څرګندونې د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزير جان اڅکزي کړي دي.

نوموړي وويل چې د هغو افغان کډوالو د ازدهام له کبله چې په خپله خوښه بیرته ستنېږي، پر مرکزي لاره ډېره ګڼه ګوڼه ده.

په دې تېرو څو اونيو کې شا او خوا ۳۰۰ زره افغان کډوال بيرته افغانستان ته تللي دي.

نوموړي وويل چې اوسمهال هره ورځ څه نا څه ۱۵۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنيږي. زیاته شوې ده چې د افغان کډوالو د ستنولو د دې تازه ګام تر مخه هره ورځ کابو ۳۰۰ کسان بيرته خپل هېواد ته ستنېدل.

جان اڅکزي وويل چې په بلوچستان کې پوليسو په دې وروستيو ورځو کې تر ۱۵۰۰ ډېر هغه افغان کډوال نيولي دي چې د اوسيدو اسناد نه لري.

دپاکستانحکومت هغو افغان کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسيدو اسناد نه لري، د نومبر میاشتې تر لومړی نېټې پوري له دغه هيواده د وتلو مهلت ټاکلی وو.

د پاکستان دا ګام تر يو میليون ډېر افغانان اغیزمنوي. پاکستان ادعا کوي چې له دې مهاجرو ځيني یې په وسله والو بريدونو کې لاس لري. خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.

د نومبر مياشتي له لومړۍ نیټې وروسته د پاکستان حکومت په ټول هېواد کې د افغان کډوالو د نيولو له پاره چاپې وهي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

په کراچۍ کې د بشري حقونو يوه مشهورې پاکستانۍ وکیلې منزه کاکړ، د افغان کډوالو پر نيولو اعتراض کړی دی او ويلي يې دي چې پوليس نيمه شپه د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کورنۍ نيسي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون مشرې حنا جيلاني، وويل پاکستان سربیره پر دې چې له څلويښتو کلونو راهېسې د افغانانو کوربتوب کوي د مهاجرو، پناه غوښتونکو او بې اسناده کډوالو سره د چلن جامع ميکانیزم نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کميسار د معلوماتو په حواله د پاکستان له خوا د اکتوبر مياشتي په پېل کې د کډوالو په تړاو د نوې تګلارې له اعلانولو راهېسې تر ۲۸۰ زرو ډېر افغانان له پاکستانه وتلي دي.

پاکستان تر دې دمه د ملګرو ملتونو، حقوقي سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو هغه ټولې غوښتنې له پام غورځولي دي چې وايي د افغان کډوال د شړلو پر پلان دې له سره غور وکړي، څو هغه کډوال مشخص او ساتنه یې وشي چې په افغانستان کې د تعقيبیدو له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان طالب چارواکو هم له اسلام آباد څخه غوښتنه کړې ده چې افغانانو ته دې د اخراج له پاره ډېر وخت ورکړي.

د افغان کډوال اخراج د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکي لا پسې خړې پړې کړي دي. پاکستان خپله دا ادعا تکراروي چې وسله وال پر پاکستان د بريدونو د پلانولو له پاره د افغانستان خاوره کاروي. خو په کابل کې د طالبانو اداره دا ادعاوې ردوي او وايي چې د پاکستان امينت د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

افغانستان ته د کډوالو ډله ایز اخراج د یوه بشري بحران ويره هم ډېره کړې ده. په داسې حال کې چې د کابل حکومت د هغو په سونو زرو کډوالو ته د آسانتياو برابرولو له پاره مبارزه کوي چې د ژمي په درشل کې له سرحده راوړي او په خیمو کې ژوند ته اړ دي.

ب.ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: