1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ ترانس جيندر مهاجره: اوس ويره نه لرم، ډيره خوښه يم

۱۳۹۷ تیر ۱۶, شنبه

نتاشا د پناه غوښتنې يو ځانګړی کيس لري. هغه يوازې يوه پاکستانۍ مهاجره نه بلکه يوه ترانس جيندر هم ده. دا لمړنۍ پاکستانۍ ترانس جيندر مهاجره ده، چې په يونان کې يې د خپل جنسي حالت د بدلولو پريکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/30zbf
Griechenland - Transgender Flüchtlinge: Natasha,
نتاشا خوښه ده چې خپل جنسيتي حالت يې له نارينه نه ښځينه ته اړولی دیانځور: DW/D. Tosidis

د نتاشا د مهاجرت سفر ډير پيچلی او لالهاند دی. هغه په ۲۰۱۵م کال کې له پاکستانه وتښتيده. نتاشا وايي چې په پاکستان کې په پرله پسې توګه د تبعيض او تاوتريخوالو سره مخ وه. هغه زياتوي د دغو تاوتريخوالو له امله يې بلاخره په ۲۰۱۵م کال له پاکستانه د تښتې پريکړه وکړه.

هغې په لومړي سر کې له پاکستان څخه د یوه نارينه په توګه خپل د مهاجرت سفر پیل او ترکيې ته ورسيده. نتاشا دويچه ويله ته وويل: «ما په ترکيه کې کار کاوه. خو کله به چې بهر وتلم خلکو به په جسمي او لفظي توګه زورولم. يوه ورځ هغوی حتی زما د پيژندګلوۍ اسناد هم راڅخه واخيستل. تر هغې وروسته مې يونان ته د سفر پريکړه وکړه.»

نتاشا په لومړي ځل د يونان ليسبوس ټاپو ته ورسيده او بيا د يونان په سويل کې د «لاکونيا» په نوم سيمه ته ولاړه او هلته يې په يو فارم کې کار پيل کړ. هغې غوښتل تر څو د کار له لارې يوه اندازه پيسې ټولې او خپل سفر ته ادامه ورکړي. خو کله چې د دغه فارم چيښتن نتاشا ته نور د کاري اجورې له ورکړې څخه ډډه وکړه، نتاشا هغه ځای پريښود او ادوميني ته راغله. دا د يونان او مقدونيې سرحدونو تر منځ پرته هغه سيمه ده، چې لا د مخه په کې په زرونو مهاجر اوسیدل.

د کمپ ژوند او زورونۍ 

نتاشا وايي: « هلته (په ادوميني کې) يوه پاکستاني مهاجر راسره تاوتريخوالی وکړ. هلته به زه يوازې هغه وخت له خپل کمپ څخه بهر وتلم چې غوښتل به مې لږ ډوډۍ وخورم.»

ترانس جندره مهاجره: په افغانستان کې هر شیبه د مرګ ګواښ وو

فتوی: له نر ښځیانو سره هم واده کیدای شي

څرنګه چې په ځينو نورو هيوادونو کې ترانس جيندر افرادو ته د «حقارت» په سترګه کتل کيږي او په مختلفونو نومونو زورول کيږي، په پاکستانۍ ټولنه کې هم دغه قشر له ورته ستونزې سره مخ دی.

په ټوله کې ترانس جيندر ته تر ډيره د يو داسې قشر چې د موقتي او نامشروع جنسي موخو له پاره وي، کتل کيږي. همدا ډول د انساني کرامت خاطر يې هم دومره نه کيږي.

 نتاشا په ادومينې کې د اوسيدو پر وخت، په پر له پسې توګه له ويرې او تکليف ډګ ژوند تيراوه. په دغه ځای کې تر څو مياشتو اوسيدو وروسته هغې له يوه رضاکار سره معرفي شوه چې هغه وشو کړای نتاشا سره مرسته وکړي. تر هغې وروسته نتاشا ته د خونديتوب احساس په لاس ورغی آن تر دې چې اعتراف يې وکړ چې هغه يو نارينه نه، بلکه يوه ښځه ده. اوس نتاشا په تهيالونسکي کې د تونس هيواد له يوې بلې ترانس جيندر، ګابي، سره ګډ ژوند کوي. په دغه ځای کې د «ايکليپس» (Eclipse) په نوم يوه مرستندويه موسسې له هغې ملاتړ کوي.

د خوښۍ احساس

نتاشا له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې هغې ځان په حقيقت کې د يو نارينه په څير نه، بلکه د يوې ښځي په توګه احساسوي. هغه وايي له همدې امله يې د پيژندګلوۍ په اسنادو کې د خپل جنسيتي حالت د بدلون چارې پيل کړې. اوس مهال يونان کې داسې يو قانون تصويب شوی دی چې په رڼا کې يې ترانس جيندران کولای شي خپل جنسيتي حالت په قانوني توکه له يو حالت نه بل ته واړوي.

د نتاشا په وينا چې اوس د خوښۍ احساس لري، هغه وايي: «اوس زه د Eclipse  ملاتړ لرم او خوښه يم. دا په ځانګړې توګه ترانس جيندر مهاجرو له پاره يو امن ځای دی.»

دا چې پاکستانۍ ترانس جيندر مهاجره نتاشا خپل جنسيت حالت له نارينه نه ښځينه ته اړولی دی پرې خوشحاله ده. دا په واقعيت کې د هغې د ژوند يو تر ټولو مهم دور دی. نتاشا اوس خپل ځان آزاد او خوندي احساسوي. هغې دويچه ويلې سره د مرکې پر مهال وويل: « زه اوس هيڅ ويره نه لرم. بالاخره ما خپل هغه کارت ترلاسه کړ څنګه چې زه په حقيقت کې يم.»

د دويچه وېله له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: