1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلمان دماموريت د شفافي ارزوني ژمنه

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

په افغانستان کي د آلمان پوځ له ماموریت څخه د درس اخیستلو په اړه د تحقیقاتي کمېسيون غونډي تر جوړیدو مخکي د جرمني زرغون گوند د شفافي ارزوني ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4GyA1
Afghanistan | Bundeswehr Soldaten
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

نوموړي کمېسیون ته د زرغون ګوند د جرګه ګۍ له خوا استول سوي پارلماني وکیلي، شاهینې گمبیر د جمعې په ورځ په برلین کي وویل: «یوازي په دې ډول کیدای سي په دغه موضوع کي عدالت رعایت سي.» دغه کمېسیون به د دوشنبې په ورځ خپله دغه نوبتي غونډه پیل کړي.

د آلمان پارلمان د روان کال په دوبي کي د دغه کمېسیون جوړیدل تصویب کړل او پریکړه یې وکړه  چي په افغانستان کي دي د ۲۰ کلن پوځي ماموریت تحلیل او له هغه څخه درس واخیستل سي. علاوه پردې د جرمني پارلمان د ارزوني یوه پارلماني کمېټه هم راوغوښتله چي کار یې د ۲۰۲۱م کال په اگست کي د پوځي تخلیې هغو اقداماتوته ځانگړی سوی چي په افغانستان کي د طالبانو چټک پرمختګ او د ټول هيواد نيولو له امله ورته اړتیا رامنځته سوه. 

 دغه تحقیقاتي کمیسیون د آلمان د پارلمان ۱۲ غړي او ۱۲ کارپوهان لري چي د پارلماني ډلو له خوا ټاکل سوي دي. هغوی باید حداقل د ۲۰۲۴م کال د دوبي تر رخصتۍ وروسته په دې هکله خپل وروستی رپوټ وړاندي کړي.

«په افغانستان کې باید د آلمان له ماموريته درس واخیستل شي»

گمبیر دا مني چي آلمان، په افغانستان کي خلکو ته داسي وعدې ورکړې وې چي په پای کي هغه عملي نه سوې. د زرغون گوند پخوانی وکیل وینفرید نختوای دغه ماموریت له پيله، په خارجي او امنیتي سیاست کي تر ټولو لویي ناکامۍ په سترگه گوري. 

هغه سمدستي غوښتنه وکړه چي د کمېسیون له دغو موندنو څخه دي د اداري کړنو له پاره درس واخیستل سي. نختوای چي په ۲۰۰۱م کال کي د افغانستان تر ماموریت مخکي د آلمان په پارلمان کي وو، اوس د تحقیقاتي کمېسیون د کارپوهانو د ډلي غړی دی.

په افغانستان کي د نړیوالو ځواکونو ماموریت په ۲۰۰۱م کال کي د سپتمبر د ۱۱ مي نېټې تر ترهگري بریدونو وروسته پیل سو.

آلمان د افغانستان پر ماموريت تر ۱۷ ميليارد يورو ډېرې پېسې مصرف کړي

د ملگرو ملتونو امنیت شورا یوې پریکړي دغه کار ته لار هواره کړه. په ۲۰۰۳م کال کي ناټو د دغه ماموریت مشري پرغاړه واخیسته چي وروسته په کرار کرار سره هغه خطرناک کېدی.

په آلمان کي هغه وخت د کندز موضوع  توده سوه چي د ۲۰۰۹م کال په سپتمبر کي د ناټو په یوه هوايي برید کي د تیلو دوه ټانکره وویشتل سول. په دغه پیښه کي په لسونو افغانان مړه سول.

په افغانستان کي شاوخوا ۱۶۰ زره آلماني عسکر په ماموریت بوخت ول. په دغه ماموريت کي ۵۹ عسکر مړه سول.

GP/NZ/AG