1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روان کال کې ۳۱۰۰ کډوال په مدیترانې کې وژل شوي

ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې ۶۱۳۰۰۰ کډوال له مدیترانې څخه اروپا ته اوښتي دي. د دغه سازمان د شمیرو له مخې ۳۱۰۰ کډوال بیا په همدې موده کې له دې سمندر څخه د تیریدو پر مهال وژل شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1GpME
Libyen Flüchtlingsboot
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi
د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۷۳۰۰۰ کډوال یونان ته رسیدلي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه ډیر شمیر یې د سوریې، عراق او افغانستان په څیر هیوادونو له جګړې څخه تښتیدلي دي. پر دې سربیره ۱۳۷۳۰۰ نور بیا ایټالیا ته رسیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي دي چې په اکتوبر میاشت کې یونان او ایټالیا ته د رسیدونکو کډوالو شمیر کم شوی وو خو په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا دغو هیوادونو د رسیدونکو کډوالو په شمیر کې لوړوالی راغلی دی. ویل شوي دي چې اوس هره ورځ دغو هیوادونو ته د کډوالو ۸۵ کښتۍ رسیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویاند ادرین ایدواردز، خبریالانو ته ویلي دي: «د کډوالو په رسیدو کې ډیروالی کیدای شي چې موقتي توګه د هوا د ښه کیدو له کبله وي. ښایي له دې کبله چې کډوال غواړي د هوا له خرابیدو مخکې ځانونه اروپا ته ورسوي او یا هم له دې کبله چې هغوی ویره لري چې اروپايي هیوادونه به ژر خپلې پولې وتړي.»
د ډیر شمیر کډوالو د رسیدو له کبله د یونان په ټاپوګانو کې وضعیت خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو شمیر کارکوونکي تر هغه وروسته په موقتي توګه له دې سیمې څخه وایستل شوي چې په لیسبوس ټاپو کې تاوتریخوالی رامنځ ته شو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې ویاند ویلي دي چې په سپتمبر میاشت کې هر ورځ د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ کډوالو تر منځ ثبتیدل خو په اکتوبر میاشت کې بیا د هغوی شمیر ۹۰۰۰ ته پورته شو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې مشرې افشان خان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د هوا له سړیدو سره د کډوالو په اړه ډیر اندیښمن دی. هغه ویلي دي چې په دې برخه کې ماشومان تر نورو ډیر اسیب پذیره دي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب