1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

کیم جونګ اون: که دښمن پارونه کوي، نو اټومي برید به وکړای شي

۱۴۰۲ آذر ۳۰, پنجشنبه

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون خبرداری ورکړی دی چې که چا «له اټومي وسلو سره پارونه وکړه» نو پیونګ یانګ به په اټومي برید کولو کې زړه نا زړه نه شي. بل لور ته سیول او متحدینو یې پر غیر مشروطو خبرو اترو ټينګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4aQgS
کیم جونګ اون خبرداری ورکړی چې که چا «له اټومي وسلو سره پارونه وکړه» نو په اټومي برید کولو کې زړه نا زړه نه شي.
ءکیم جونګ اون خبرداری ورکړی چې که چا «له اټومي وسلو سره پارونه وکړه» نو په اټومي برید کولو کې زړه نا زړه نه شي.انځور: KCNA/REUTERS

کیم جونګ اون، د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۲۱ نیټه) دغه خبرداری په واشنګټن کې د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د تیرې اونۍ له ملاقات وروسته ورکړی دی. په دغو خبرو اترو کې دواړو هیوادونو د اټومي تدارکاتو په هکله خبرې کړې وې.

د غونډې په اجنډا کې «اټومي او ستراتیژیک پلان جوړونه» هم شامل وه او دواړو متحدینو یو وار بیا ټینګار وکړ چې د پیونګ یانګ له خوا پر امریکا او یا سویلي کوریا به هر ډول برید د شمالي کوریا د حکومت د ړنګیدو سبب شي.

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو پياوړی بین البراعظمي بالستیک توغندی هواسونګ-۱۸ وآزمایه، چې د امریکا د هرې سیمې د په نخښه کولو توان لري.

«اټومي برید کولو کې مه زړه نا زړه کیږئ»

د پیونګ یانګ دولتي خبري آژانس KCN د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې کیم د پوځ توغندیز نظامي دفتر ته په وینا کې وویل: «که دښمن له اټومي وسلو سره موږ تحریک کړو، نو تاسې هم په اټومي برید کولو کې مه زړه نا زړه کیږئ»

نوموړي د دوشنبې په ورځ د بین البراعظمي بالستیک توغندي په آزموینه کې شاملو نظامیانو او سائنس پوهانو ته مبارکي ورکړه.

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو پياوړی بین البراعظمي بالستیک توغندی هواسونګ-۱۸ وآزمایه، چې د امریکا د هرې سیمې د په نخښه کولو توان لري.
شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو پياوړی بین البراعظمي بالستیک توغندی هواسونګ-۱۸ وآزمایه، چې د امریکا د هرې سیمې د په نخښه کولو توان لري.انځور: Korean Central News Agency/AP/picture alliance

کیم وویل چې د دوشنبې ورځې د بالستیک توغندیو آزموینه د پوځ د بهتره حمل و نقل او په ډیرې چټکۍ سره د برید کولو پر وړتیا باندې دلالت کوي. نوموړي د پوځ د ځوابي اقداماتو د وړتیاو پر لا بهترولو ټینګار وکړ.

تیره اونۍ په اټومي انرژۍ چلیدونکی یو امریکایي اوبتل د سویلي کوریا بندري ښار بوسان ته ورسید او د چهارشنبې په ورځ واشنګټن د سیول او ټوکیو سره په ګډه پوځي مانورې وکړې.

د چاپان، امریکا او سویلي کوریا لوړپوړو دیپلوماتانو د چهارشنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، په کوم کې چې د پیونګ یانګ وروستۍ آزموینه وغندل شوه او له پیونګ یانګ څخه وغوښتل شول چې «بې له شرایطو په مشخصو خبرو اترو » کې دې شامل شي.

د کیم جونګ اون، د خور سختې څرګندونې

د کیم جونګ اون خور په خپله یوه وینا کېد شمالي کوریا د وروستۍ آزموېنې په هکله د بحث کولو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د غونډې رابلل کیدل، غندلي دي. هغې وویل چې شمالي کوریا دغه آزموینه د خپل هیواد د دفاع د حق پر اساس کړې ده.

هغې وویل: «په اصل کې خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پکار ده چې د امریکا او سویلي کوریا پر بې مسئولته چلند تمرکز وکړي چې ټول کال یې د کوریا په ټاپو کې پاروونکي پوځي مانورې کولې چې له امله یې په سیمه کې تشنج زیات شوی دی.»

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون زیاته کړه: «په پرله پسې ډول د امریکا اټومي وسلو ته نمایش ورکول په ښکاره ډول شمالي کوریا ته د ښودلو په هدف ترسره کیږي او همدا په سیمه کې د تشنج د زیاتیدو اساسي لامل دی».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل