1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان په اړه له پوځي چارواکو سره خبري وکړې

سید ریاض (رویټرز)۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو سره د سه شبنې په ورځ لیدلي دي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي حضور په هکله سلا مشورې وکړي خو په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې.

https://p.dw.com/p/1B2tu
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په یوه داسې وخت کې دغه لیدنه کتنه تر سره کړې، چې په کابل کې چارواکو دا خبره تائید کړې ده چې د افغان ولسمشر حامد کرزي حکومت له طالب یاغیانو سره پټې خبرې اترې کړې دي. په عین حال کې متحده ایالاتو ویلي دي چې دوی د داسې هر رنگه خبرو هر کلی کوي چې په افغانستان کې سوله رامنځ ته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جان ساکي ویلي دي: «دلته د دې خبرې یادول مهم دي چې موږ له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې د خبرو چې د افغانانو تر منځ وي په کلکه ملاتړ کړی دی.» نوموړې ویاندې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې «داسې تصور چې گواکې امریکا د خبرو اترو ملاتړ نه کوي، نا سم دی». ساکي په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې متحده ایالاتو له طالبانو سره خبرې اترې نه دي کړي.

په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې هغه رپوټ تائید کړی دی چې افغان حکومت له طالبانو سره په دې هیله خبرې اترې کړي دي چې هغوی سولې ته وهڅول شي. د رویترز خبري آژانس د افغان ولسمشر د ویاند ایمل فیضي له قوله لیکلي دي: «زه دا خبره تائیدولی شم…طالبان تر بل هر وخته ډیر غواړي چې د سولې په پروسه کې ورگډ شي. په دې اړه اړیکي نیول شوې دي او موږ هم له هغوی سره په ارتباط کې یو.»

د افغانستان د سولي د عالي شوری یوه غړي هم دا خبره تائید کړې ده چې خبرې اترې تر سره شوي دي. د رویترز خبري آژانس د نوموړي غړي له قوله چې نوم یې نه دی ښوول شوی لیکلي دي: «دغه خبرې اترې درې اوونۍ مخکې په دوبۍ کې د افغان حکومت د چارواکو او له دوحې څخه د ورغلو طالب استازو ترمنځ تر سره شوي دي. خو موږ لا تر اوسه هم د هغې پایلې ته انتظار یو.»

د متحده ایالاتو له پوځي چارواکو سره د بارک اوباما خبرې پر دې ټکې متمرکز وې چې آیا تر دې کال وروسته به د متحده ایالاتو پوځونه په افغانستان کې پاتې شي او که نه؟ خو په دې اړه په دې غونډه کې کومه پریکړه نه ده شوې.

متحده ایالات ښایي شاوخوا لس زره سرتیري له ترهگرۍ سره د مبارزې له پاره په افغانستان کې پریږدي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکیدو څخه انکار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د پوځونو د پریښودو څخه تر مخه د امنیتي تړون لاسلیکیدو ته اړتیا لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې لورا لوکاس مگنسن، ویلي دي چې اوباما له پوځي چارواکو سره گټوره او رغوونکي ناسته درلوده. په دغه لیدنه کتنه کې په افغانستان کې د ناټو پوځونو عومي قوماندان جنرال جوزف دانفورد، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هېگل، د امریکا متحده ایالاتو د پوځ مشر جنرال مارتن دیمپسي، لوی درستیز او پر دې سربیره د دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ یو شمیر چارواکو گډون درلود.

نوموړې ویاندې په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «ولسمشر د پوځي چارواکو، همداشان د استخباراتي ادارو او زموږ د دیپلوماتانو او پرمختیایي چارو کارپوهانو د معلوماتو سنجولو ته ادامه ورکړې، خو له ۲۰۱۴م کال وروسته د امریکايي پوځونو د حضور په هکله کومه پریکړه نه ده شوې.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب