1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپایي ټولنې د کډوالو د پلان پر اړه پر ترکیي فشار

۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل ترکیي ته تللې تر څو د دې هیواد له مشرانو سره وګوري او همداراز د هغه پلان په اړه هم وغږیږي چې اروپا ته د کډوالو د راتګ د تدبیر له پاره برابر شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Gq4h
Istanbul Besuch Merkel Davutoglu
انځور: Bundesregierung/Guido Bergmann/dpa

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د یکشنبې پر ورځ له ترکي مشرانو سره اروپا ته د کډوالو او د پناه غوښتونکو د راتګ د بهیر پر ورو کولو وغږیده.

ترکیي ته تر راتلو دمخه میرکل ویلي وو چې د سوریي د جګړی، پر ویزې محدودیتونه او د تروریزم پر ضد د مبارزې په شمول به «پر ټولو موضوعاتو خبرې وشي».

چارواکو ویلې دي چې اروپایي ټولنې انقرې ته د درې ملیارده یورو نقدې مرستو، د ترکانو له پاره د اروپایي ټولنې د ویزو اسانتیاوو او په اروپایي ټولنې کې د ترکیي پر غړیتوب د خبرو له سره نیولو وړاندیز کړی.

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا د جمعې پر ورځ ویلي وو چې د اروپایي ټولنې لومړني وړاندیزونه ورته په زړه پورې نه دي.

د ترکیي په استانبول ښار کې اردوغان د خلکو یوې اجتماع ته د خبرو پر مهال ویلي وو: «د اروپا امنیت او ثبات زموږ پر ثبات او امنیت متکي دی. اوس هغوی هم دا منلې ده.» هغه همدا راز زیاته کړې وه: «موږ د دوه نیم میلیونه کډوالو کوربه توب کوو خو هیڅوک هم دې ته پام نه کوي.»

Europa Lesbos Flüchtlinge Migranten Ankunft Vater Tochter
انځور: Reuters/D. Michalakis

«بل حل نشته»

AFP خبري اژانس په يوه رپوټ کې لیکلې چې په برلین کې د تینک تنک د ثبات اروپایي بنسټ ویلي چې د یکشنبې ورځې پر خبرې د جدي اقداماتو نیولو له پاره اړینې دې ځکه چې ترکیه او آلمان د کډوالو د کړکیچ د کابو کولو توان لري.

د تینک تنک په رپوټ کې راغلي: «که چیرې آلمان او ترکیه یوې هوکړې ته و نه رسیږي نو بیا کوم بل حل نشته او اروپا ته د سوریي او نورو هیوادونو د کډوالو په لوړه کچه مهاجرت همداسې دوام ولري.»

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د شمیرو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې اروپاي ټولنې ته له منځني ختیځ، اسیا او افریقایي هیوادونه څخه تر نیم میلیون څخه ډیر کسان راغلي دي.

د کډوالو د څپو په نظم اوتدبیر کې اروپایي ټولنه له ستونزو سره مخامخ شوې ده او د دې ټولنې ډیری پخوانیو کمونستي هیوادونو د اروپایي ټولنې د کډوالو د ویش طرحې سره هم خپل مخالفت ښودلی دی.

د کډوالو د راتګ څخه د مخنیوي له پاره هنګري له کروشیا سره خپله پوله تړلې ده او له سلوانیا سره پر خپله پوله یې هم ګزمې ډیرې کړي دي.

سره له دې چې د میرکل د پرانیستې دروازو تګلارې یو مثبت ګام ګڼل شوی خو بیا هم په آلمان کې د هغې محافظه کاره متحدینو پر دې پالیسې نیوکې کړي دي.

تمه کیږي چې سږ کال به آلمان کې له ۸۰۰ زرو څخه زیات کسان د پناه غوښتنه وکړی او دې هیواد اوس خپله د کډوالو تګلاره هم یو څه سخته کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب