1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طلوع افغان ۹۰یمه کلیزه ولمانځل شوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه

په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼي ٩٠يمه کليزه د یوه سیمنار په ترڅ کې ولمانځل شوه. په دې سيمينار کې د کابل، کندهار، پښتونخوا، کوټې او نورو سیمو ليکوالانو، پوهانو او ادبپالو ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/14xFC
انځور: DW/F. Zahir

د طلوع افغان ورځپاڼه نوي کاله مخکې په کندهار کي د مولوي صالح محمد هوتک په مشري په پښتو او دري ژبو راپيل سوه. دا وروځپاڼه بيا د پوهاند علامه حبيبي د مشري پر مهال ټوله په پښتو چاپ سوه نو ځکه خو یو شمیر کسان وایی چې طلوع افغان لومړۍ پښتو ورځپاڼه ده.

د طلوع افغان د ورځپاڼې د ۹۰یمې کلیزې د لمانځنې په مناسبت په جوړ شوي سیمنار کې د چارواکو پیغامونه او علمي مقالي ولوستل شوي. دې غونډې ته ولسمشر کرزي او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر هم پیغامونه استولي ول چې د کندهاد ولایت د چارواکو له خوا ولوستل شول.

علمي مقالي

په دې سیمنار کې د راډيو افغانستان رئيس او د هيواد پيژندل سوي ژورناليست زرين انځور، پخپله مقاله کي وویل چې طلوع افغان د خپل ولس د سياسي او علمي بيدارۍ له پاره په يوه حساس وخت کي راپيل سوه او داسي بنسټ ئې ايښى دئ چي ترڅو افغانستان وي دا بنسټ به ړنګ نه سي.

د ولسمشر کرزي فرهنګي مشاور وزير سر څېړونکي زلمي هيوادمل، هم د طلوع افغان په اړه خبرې وکړي او وویل چې هغه کسان چې غواړې د پښتو د معاصر ادب په اړه څیړنې وکړي نو د هغوی له پاره د طلوع افغان ارشیف تر ټولو ښه مأخذ دئ.

د دې تر څنگ په جوړ شوي سیمنار کې نورې مقالې هم ولوستل شوې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزیر په هدایت به جاپ شي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش