1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تویتر کې د عمران خان د څرګندونو په اړه جنجالونه ختم نه دي

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

یوه پاکستاني وزیر د افغانستان د سولې په تړاو د خپل هيواد د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو له کبله د رامنځ ته شویو شخړو په ترڅ کې په کابل کې د امریکا سفیر «ډیر وړوکی انسان» بللی دی.

https://p.dw.com/p/3Fn4q
John Bass
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.Ozbilici

په تویتر ټولنیزې پاڼه کې امریکایي او پاکستاني چارواکي په داسې حال کې پر یو بل باندې نیوکې کوي چې امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ته د حل یوه سیاسي لار ومومي او په دې ترتیب سره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو له پاره لاره هواره کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د چارواکو دغه شخړې تر هغه وروسته پیل شوې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو د بریالي کیدو له پاره د یوه موقت حکومت رامنځ ته کیدل وړاندیز کړل. هغه دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې کړې وې.

د خان دغه موقف په افغانستان کې سختې نیوکې او غوسه راوپاروله. افغان چارواکي له ډیر وخت راهیسې پر خپل ګاونډې هیواد پاکستان، باندې د طالبانو د ملاتړ تور لګوي.

کابل د سه شنبې په ورځ له اسلام آباد څخه خپل سفیر هم د دې همدې موضوع له کبله راوغوښت. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د چهارشنبې په ورځ د عمران خان د څرګندونو د یو څه نرمولو هڅه وکړه او ویې ویل چې د خان دغه خبرې «له محتوا څخه اخیستل شوې وې او د نه توجیه وړ غبرګونونه یې راپارولي دي».

داسې ښکاریدل چې ښايي اوس دغه دیپلوماتیکې ترینګلتیاوې لږ تر لږه په تویتر کې آرامه شوې وي. خو کله چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان باس، په خپل تویتر کې پر عمران خان نیوکې وکړې او د پاکستان د کریکټ د دغه پخواني لوبغاړي ځینې درغلۍ یې په غیر مستقیمه توګه مطرح کړې، نو بیا په تویتر کې د طعنو میدان تود شو.

جان باس پر خپل تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «د کریکټ د میدان ځینې اړخونه د سیاست په ډګر کې ښه عملي کیدای شي، خو ځینې نور یې بیا کار نه کوي. عمران خان، مهمه ده چې د افغانستان د سولې بهیر په تړاو او د دې هیواد په کورنیو چارو کې د کریکټ له توپ سره د درغلي کولو تلوسې، مخه ونیسي.»

د جان باس دغه تویت د عمران خان د یو شمیر وزیرانو په ګډون ځینې پاکستانیان په غوسه کړل. د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري، لیکلي دي: «دا روښانه ده چې له توپ سره د درغلۍ په اړه د ستا وړوکي انسان معلومات په هماغه اندازه کم دی لکه د افغانستان او سیمې څخه ستا درک. دا روښانه ده چې نه پوهیدل ستا په مورد کې سعادت نه دی.»

دغې پاکستانۍ وزیرې همداراز پر خلیلزاد هم نیوکې کړې دي. کله چې هغه په تویتر کې له غبرګونونو سره مخامخ شوه نو د خپل نظر دفاع یې هم وکړه. هغه د نیوکه کوونکو په ځواک کې ولیکل: «ها ها! کرکه کوونکي به کرکه کوي. خو که جدي خبرې وکړو نو کوم دیپلوماتیک نورمونه؟ امریکایي دیپلومات ټول وخت دغه نورمونه تر پښو لاندې کوي له خلیلزاد نیولې بیا تر دې کودن پورې.»

ms/nz (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب