1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویانا د غونډې په اړه نړیوال غبرگونونه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۹, شنبه

د سوریې په اړه د ویانا غونډه د یوې گډې بیانیې په صادرولو سره پای ته ورسیده. په دې بیانیه کې د بشارالاسد د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوې. اروپایې اتحادیې، آلمان، ایران او سعودي د ویانا د بیانیې په اړه غبرگونونه ښودلې دی.

https://p.dw.com/p/1GxYA
انځور: picture-alliance/AA/C. Oguz Gumrukcu

د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۳۰) په ویانا کې د سوریې په اړه نړیوال کنفرانس د یوه ۹ ماده یي بیانې په وړاندې کولو سره پای ته ورسید. که څه هم په دې غونډه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د راتلونکي په اړه کوم تصمیم نه دی نیول شوې، خو په مجموع کې د سوریې د کړکیچ پای ته رسولو په اړه موافقه رامنځته شوې ده. د غونډې د گډون کوونکو موافقه د یوه نهه مادیي بیانیې په ترڅ کې اعلان شوې ده.

د ویانا کنفرانس د اسد د برخلیک ټاکل کیدو پرته پای ته ورسید
د دغې بیانیې په مقدمه کې راغلي دي: «چین، مصر، اروپایې اتحادیه، فرانسه. آلمان، ایران، عراق، ایټالیا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو چارواکي په ویانا کې سره راټول شول، څو هر څومره ژر چې کیدای شي د سوریې بحراني وضعه او په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لارې چارې و ارزوي.»

د بیانیې مهم ټکي
یوالې، خپلواکي، ځمکنې بشپړتیا او د سوریې سکولار پاتې کیدل، د ویانا د غونډې د بیانیي له ۹ ټکو څخه لومړنې او تر ټولو مهم ټکې وو. په دویم بند کې راغلي دي « دولتي ادارې او بنسټونه به بې له بدلون څخه باقي پاتی شي». په دریم بند کې راغلي دي چې «د قوم او مذهب په نه پام کې نیولو سره باید د ټولو سوریایانو حقوق محفوظ پاتې شي».

د ټولې سوریې په کچه د بشري مرستو رسول او په سوریې کې دننه د بې ځایه شوو، کډوالو او کوربه هیوادونو ملاتړ د دغې بیانیې نور مهم ټکي ول. «د یو پراخه دولت د تشکیل په موخه د سوریې د دولت او مخالفانو استازو رابلل» او د دې په تعقیب د اساسي قانون تدوین او د داسې انتخاباتو ترسره کول چې ټول سوریایان په کې گډون ولري، همدارنگه د ملگرو ملتونو تر څار لاندې په نورو هیوادونو کې سوریایې کډوال هم باید په دغو ټاکنو کې برخه ولري.

د بیانیې په پای کې لیکل شوې دي د وین د غونډې گډون کونکي به په راتلونکو ورځو کې کوښښ وکړي چې پاتې اختلافات را کم کړي. د دغې بیانیې پر بنسټ د خبرو اترو وروستۍ پړاو به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي.
نړیوال غبرگونونه
ایران
د منځني آسیا کارپوهانو په ویانا کې د سوریې په اړه کنفرانس او گډه بیانیه مهمه بللې، ځکه چې د لومړي ځل له پاره سیمه ییز او نړیوال رقیبان د سوریې جگړې د پای ته رسولو پر ټکي موافقې ته رسیدلي دي.ایران د بشارالاسد د کلیدي ملاتړ کونکي په توگه د لومړي ځل له پاره دغو خبرو اترو ته ور بلل شوې وو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال امیر عبداللهیان، په واضح ډول وویل: «د سوریې په اړه ۹ مادیې بیانیه، د روستیو خبرو اترو له پاره یو چوکاټ او اساس دی.» دغه ایراني چارواکي ټینگار وکړ. له واک څخه د اسد لیري کیدو له پاره وخت نه دی ټاکل شوې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، هم د جمعې په ورځ وویل د ویانا د غونډې گډون کونکي هم د سوریې د شخړې له یوه سیاسي حل لارې سره موافقه لري. نوموړي ټینگار وکړ د غونډې برخه وال په دې نظر دي چې سوریه باید یو موټې پاتې شي او کړکیچ باید له سیاسي لارې حل شي.

د ویانا د کنفرانس په اړه د آلمان غبرگون
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاینمایرهم ویلي دي: «د ویانا د کنفرانس گډون کونکي په سوریې کې د بشارالاسد پر برخلیک موافقې ته نه دي رسیدلي، خو دوی د یوې متحدې او سکولارو رژیم تر رهبرې لاندې سوریې پر جوړیدو موافقه کړې ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې گډوون کونکو هیوادونه په راتلونکو اونیو کې په سوریه کې په ملي او سیمه ییزه کچه د یو اوربند رامنځته کیدو په هڅه کې دي.

د اروپایې اتحادیې، ملگرو ملتونو، امریکا او روسیې رضایت
د اروپا د خارجي سیاست مسئوله فدریکا موگریني، هم د ویانا د غونډې له پایلو څخه په هرکلي کولو سره ویلي دي: «داسې هیلي موجودې دي چې د ملگرو ملتونو تر نظر لاندی سیاسي هڅې پيل شي او موږ ټول پرې سره را ټول شو.»

د سوریې په چارو کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټیفن دي میستورا، چې له جان کیري او لاوروف، د امریکا او روسیې له باندنیو چارو وزیرانو سره یوځای د غونډې په پای خبري کنفرانس کې یې گډون کړې و وویل: «هیڅ څوک له غونډې ونه وت. هیڅ چا له اساسي موضوعاتو سره مخالفت ونه کړ. ټولو خواو موافقه وکړه چې ډیر ژر به یو وار بیا سره کښیني.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په دې کنفرانس کې وویل چې د سوریې په اړه د امریکا سیاست بدل شوې نه دی. هغه زیاته کړه چې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې ته باید اجازه ورنه کړای شي چې په سوریې کې حکومت رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه: «د بشارالاسد په واک کې د پاتې کیدو امکان وجود نه لري. په دې ترتیب مونږ د سیاسي حل لارې پيدا کولو له پاره خبرو اترو ته اړتیا لرو.»
د کیري روسي سیال لاوروف هم موافقه مهمه وبلله او وویل چې «د اسد او د سوریې د نورو اړخونو د برخلیک ټاکل د دغه هیواد د خلکو کار دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب