1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسول: د بن په کنفرانس کي د طالبانو گډون د سولي په بهير پوري تړلی

۱۳۹۰ مرداد ۱۶, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول نن د ولسي جرګي د ښځو چارو د کمېسيوون په غونډه کي وويل، سره له دي چي تراوسه د بن په کنفرانس کي د طالبانو د ګډون خبره نه ده مطرح. خو وبه کتل سي چي د سولي بهير څومره پرمختګ کوي.

https://p.dw.com/p/12CYL
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسولانځور: DW

په غونډه کي د ولسي جرګي ځيني ښځينه غړو په کنفرانس کي د وسله والو مخالفينو د ګډون په اړه انديښنه وښوده خو د هغوی په ځواب کي زلمي وويل، کله چي د بن کنفرانس له پاره د افغان دولت پلاوی وټاکل سي په اړه به يي مالومات ورکړي.

په روانه اونۍ کي په کابل کي د امريکا سفير رايان کروکر ويلي ول، چي وسله وال طالبان نه سي کولای، چي په بن کنفرانس کي ګډون وکړي.

د ښاغلي کروکر په خبر د افغانستان، پاکستان او امريکا دولتونه نه غواړي چي وسله وال طالبان يو وار بيا په واک کي راسي.

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکيل دويچه ويله ته وويل، نړيواله ټولنه غواړي چي په دي سره يو ځل بيا د بن د لومړي کنفرانس غوندي تيروتنه تکرار کړي.

د ښاغلي متوکل په خبره که د بن په په لومړی کنفرانس کي وسله والو مخالفينو ته ونډه ورکړل سوي وای نو روانه جګړه به دومره نه اوږديده.

متوکل وايي چي په يو اړخيزه توګه ددغه راز نړيوالو سترو غونډو جوړول به کومه پايله ونه لري.

متوکل وويل چي داسي ښکاري کنفرانس به نړيوال يو ځل بيا له افغانانو سره ژمني وکړي خو که دا ژمني عملي بڼه ونه لري نو دا کنفرانس به هم د تيرو په څير بي نتيجي وي.

د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل، د بن دوهم کنفرانس اصلي اجندا له ۲۰۱۴ميلادي کال وروسته د افغانستان او نړيوالي ټولني ترمنځ د اړيکو دوام دی.

ښاغلي رسول د ښځو چارو کمېسيون ته ډاډ ورکړ، چي له افغان لوري به د کنفرانس په ګډونوالو کي ۲۵ سلنه ميرمني وي.
چارواکي وايي چي د بن دويم کنفرانس به د روان زيږديز کال په ډسمبر مياشت کي جوړ سي.

د افغانستان په اړه د بن لومړى کنفرانس د١٣٨٠ لمريز کال په ليندۍ مياشت کي د طالبانو واکمنۍ تر ړنګيدو وروسته د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ د نړيوالي ټولني له خوا جوړ سوی ؤ.

ددغه کنفرانس په پايله کي لومړۍ لنډ مهاله، وروسته منځمهاله اداري او ورپسي يو انتخابي نظام رامنځته سو.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل