1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

سرحدي شخړه: افغان امنیتي ځواکونه په تیارسئ حالت کې دي

۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعه

له پاکستان سره پر پوله تر رامنځ ته شوې پيښې وروسته د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي. پاکستان وایي چې په سپین بولدک کې د امنیتي ځواکونو او مظاهرینو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی.

https://p.dw.com/p/3gCxs
Afghanistan | afghanische Armeesoldaten an einer Militäroperation
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Safi

د افغانستان د دفاع وزارت تیره شپه ناوخته د یوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې لوی درستیز محمد یاسین ضیا د دغه هیواد اردو ته د تیارسئ امر کړی دی.

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په حواله لیکلي دي چې په سپین بولدک کې د پاکستان له لوري د توغول شوي توغندي د برید په پایله کې نهه ملکیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

په اعلامیه کې راغلي دي: «هوایي او ځانګړو ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی او که چیرې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره د توغندیو بریدونو ته دوام ورکړي، نو د افغان پوځ له لوري به د باالمثل ځواب سره مخامخ شي.»

د یاد خبرِ آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د سرحدي ځواکونو ویاند بیا پر پوله د پرتشده احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ او ډب خبره کوي. زیاته شوې ده چې احتجاجونه د سرحدي لارې د تړل کیدو له کبله رامنځ ته شوي خو مستقیم فیرونه نه دي شوي. د فعالانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیو ګانو کې د پولې په اوږدو کې په هوا کې تورې لوخړي لیدل کیږي.

خو فعالان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کوي چې پر احتجاج کوونکو یې فیرونه کړي او د افغانستان لور ته یې توغندي توغولي چې هلته هم خلکو احتجاج کاوه.