1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپوږمۍ ته د تګ دوه هڅې ناکامې شوې

۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعه

د امريکا د متحده آيالتونو د فضايي الوتنو اداره «ناسا» په دويم ځل په دې بريالۍ نه شوه چې سپوږمۍ ته د راکټونو د توغولو پروژه پيل کړي.

https://p.dw.com/p/12WDs
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: NASA

د دوو داسې راکټونو توغول، چې په دوو پلټونکو وسايلو سنبال دي، د جمعې په ورځ وځنډېدل. دغه خبر ناسا ورکړی دی. د دېلته ۲ په نوم راکټ تر تېل وراچولو وروسته لا زيات وخت ته اړتيا لري تر څو نورې تخنيکي معاينې هم وشي.

 

پروژه په نظر کې لري د جامدو سيارو په اړه نوي معلومات تر لاسه کړي
پروژه په نظر کې لري د جامدو سيارو په اړه نوي معلومات تر لاسه کړيانځور: NASA

 

د سخت شمال له امله د بنج شنبې په ورځ پرواز وځنډېده، چې ښايي دغه الوتنه د شنبې په ورځ تر سره شي. د شنبې په ورځ د ښې هوا چانس شپېته سلنه اټکل شوې ده.

 

دغه دوه پلټونکي وسايل به د سپوږمۍ په مدار کې څرخي او د جاذبې د قوې په اړه به څېړنې کوي. له دې لارې به د سپوږمۍ د دننۍ برخې په اړه معلومات راټول کړای شي.

 

سپومۍ ته د تګ د يوې پخوانۍ پروژې انځور
سپومۍ ته د تګ د يوې پخوانۍ پروژې انځورانځور: NASA

 

څېړونکي دا هيله لري چې د جامدو سيارو د رامنځته کېدو په اړه نوي معلومات حاصل کړي. د راکټونو په مرسته د دواړو پلټونکو وسايلو سفر به ښايي درې مياشتې دوام وکړي.

 

د سپوږمۍ په مدار کې به هغه بيا نوي ورځې وڅرخي تر څو د هغې سيارې په اړه نوي په زړه پورې معلومات راغونډ کړي. 

 

آژانسونه/ نسیم صابر

کتونکی: مسعود جهش