1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولز د پناه غوښتونکو د دوسیو له امله پر ډیمیزیر انتقاد کړی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو ایالتي وزیرانو تر انتقاد وروسته، اوس د اروپا د پارلمان رئیس هم د کډوالو د دوسیو څیړنې د سست بهیر له امله د المان پر فدرالي ادارې نیوکړه کړی. د برلین حکومت په دې هکله چوپتیا غوره کړې.

https://p.dw.com/p/1HIfg
انځور: Getty Images/AFP/M. Bureau

په آلمان کې د ۳۰۰۰۰۰ د پناه غوښتنې هغو عریضو ته په کتلو چې تر اوسه یې په هکله پریکړه نه ده شوې د اروپایې پارلمان رئیس مارتین شولز، د د آلمان د فدرالي حکومت کورنیو چارو وزیر د کار نیمگړتیا وبلله. شولز د «دي ولت» ورځپاڼې سره په مرکه کې پر دیمیزیر انتقاد وکړ: « د کلونو راهیسې د ایالتونو او ښاروالیانو د نیوکو سربیره د مهاجرت له پاره مسئوله اداره ونه توانیدله چې په عاجل ډول د کډوالو د دوسیو څیړنې په هکله اجرات وکړي.»

د «پاساور نویه پرسه» رسنۍ د رپوټ پر بنسټ د روان کال له پیل څخه د نومبر میاشتې تر پایه پورې د هغو پناه غوښتنلیکونو شمیر چې کار پر نه دی شوې ۳۵۶۰۰۰ ته لوړ شوې دی. دا خبره د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا د آلمان په پارلمان کې د مسیحي سوسیال اتحاد گوند په ځواب کې روښانه شوې ده. تیر کال د هغو پناه غوښتنلیکونو شمیر چې کار یې بشپړ شوې نه دی، ۱۷۰ زره ول.

د صدرات د دفتر د چارو رئيس پیتر التمایراو د کار وزیرې اندریا ناه لیس، د ایالتونو د نیوکو په مقابل کې له دیمیزیر څخه دفاع وکړه او د سوسیال دیموکرات گوند ته یې، چې څو ورځې مخکې یې نیوکه کړی وه وویل چې د کډوالو له پاره د آلمان په فدارلي اداره(BAMF) کې له ډیر فشار سره کار جریان لري.

الټ مایر وویل چې څو اونۍ مخکې د کله راهیسې نه چې فرانک-یورگن وایزه، د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې چارې سمبال کړي دي په لږ وخت کې د کډوالو دوسیې څیړل شوې دي او ډیرې پریکړی هم نیول شوې دي. ناه لیس، وړاندیز وکړ چې د لنډ وخت له پاره دې اضافي پرسونل په کار وگمارل شي، تر څو د کار وضعیت بهتره شي.

د اونۍ په پای کې د آلمان د راین لانډ فالز، ایالت لومړۍ وزیرې مالو درایر، هم په ډیرو سختو الفاظو سره پر (BAMF) نیوکه وکړه. هغې د پناهندگۍ د نا بشپړ شوو غوښتنلیکونو لوړ شمیر د «نه منلو وړ» وباله او په دې برخه کې یې د نورو داسې مامورینو چې د پریکړې صلاحیت ولري د گمارنې وړاندیز وکړ.درایر، وویل چې د اونۍ پای کې هم باید د دغې ادارې مامورین کار وکړي.

د «پاساور نویه پرسه» رسنۍ د رپوټ پر بنسټ په مجموع کې د هغو کسانو شمیر چې سږکال یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړی ده ۴۲۵۰۰۰ تنو ته رسیږي چې دا د تیر کال په پرتله نږې دوه برابره زیات دی. په ۲۰۱۴ کال کې ۲۰۳۰۰۰ غوښتنلیکونه ثبت شوې ول.

تیر کال په اوسط ډول د ۷،۱ میاشتې په موده کې د یو کډوال د دوسیې څیړل وخت نیولې وو، خو سږ کال د دغه بهیر اوسط ۵،۲ میاشتو ته راټیټه شوې ده. د دغه رپوټ پر بنسټ تیر کال د ۱۲۹۰۰۰ کډوالو د غوښتنلکونو په هکله پریکړه شوې وه، خو په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۴۰۰۰۰ کډوالو پر غوښتنلیکونو کار شوې او یا یې هم په هکله پریکړه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب